میمنه(پژواک، ۱۱ مرغومی ۹۷): په فاریاب کې د افغان ترک روغتون سره د ټیکا موسسې د تړون د پای ته رسېدو په اړه د پژواک خبري اژانس له راپور وروسته دې موسسې تر راتلونکو درېیو میاشتو خپل تړون وغځاوه او د خپلو مرستو د دوام خبر یې ورکړ.
پژواک خبري اژانس د روان کال د لیندۍ په پنځمه د ۲۰۱۸ کال په پای کې د ټیکا موسسې د تړون د پای ته رسېدو په اړه د فاریاب د افغان -ترک روغتون د کارکوونکو پر اندېښنو راپور درلود.
ټیکا له ۲۰۰۵ کال راهیسې هر کال دوه میلیون ډالر د وړیا روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو لپاره د دغه ولایت له افغان- ترک روغتون سره مرسته کوله.
د میمنې د افغان ترک روغتون رییس ډاکتر سیدقاسم د سیمه ییزو چارواکو د هڅو او پژواک د راپور له خپرولو مننه وکړه او ویې ویل، د یادو کسانو او بنسټونو د هڅو په پایله کې ټیکا له افغان ـ ترک روغتون سره خپلې مرستې تر راتلونکو درېیو میاشتو وغځولې.
هغه د فاریاب د بېوزله اوسېدونکو لپاره د ټیکا موسسې د مرستو دوام ډېر مهم وباله او زیاته یې کړه: ((په اټکلي ډول هره ورځ د روغتیايي خدماتو په بېلابېلو برخو کې زرو کسانو ته وړیا خدمتونه وړاندې کېږي.))
نوموړي زیاته کړه، ټیکا ژمنه کړې چې تر راتلونکو درېیو میاشتو به د تېر په څېر د دغه ولایت د افغان -ترک روغتون ټول لګښتونه تمویلوي او د شپږو میاشتو لپاره به د اړتیا وړ درمل ورته تیاروي.
د فاریاب د عامې روغتیا رییس محمد نعیم مصمم زیاته کړه: ((شاوخوا شپږ میاشتې مخکې هم د ټیکا موسسې تړون او فعالیت ختم شوی و چې دغه روغتون د عامې روغتیا وزارت ته وسپاري، خو هغه وخت یې د ولسمشر د لومړي مرستیال په غوښتنه د ۲۰۱۸ کال تر پایه تمدید کړی و.))
د فاریاب والي نقیب الله فایق وویل، ټاکل شوې وه چې د ۲۰۱۸ کال تر پایه په روغتیايي برخه کې د ټیکا موسسې ۱۳ کلن فعالیت ختیم شي او دغه روغتون افغان دولت ته وسپاري، خو له زیاتو هڅو وروسته دغه مرستې د درېیو میاشتو لپاره وغځېدې.
هغه وویل: ((د ټیکا موسسې له رییس ډاکتر سردار چام سره مو په ترکیه کې د مخکنیو اړیکو په اساس له نوموړي وغوښتل چې په فاریاب کې د ټیکا موسسې مرستو ته دوام ورکړي او له نېکه مرغه یاده غوښتنه یې ومنله او ژمنه یې وکړه، څو چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د میمنې روغتون خدمات په رسمي ډول بلې موسسې ته انتقال نه کړي ټیکا یې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن