کابل (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٧): پاکستان او متحده عربي امارات د افغان سولې په اړه پر ګډې همکارۍ او هڅو موافقه کړې ده.
د پاکستان د ملي راډيو د راپور له مخې، د متحده عربي اماراتو لومړى وزير او وليعهد شيخ محمد بن زايد النهيان پرون دغه هېواد ته په يوه ورځني سفر تللى و.
په دغه سفر کې د اماراتو د وسله والو ځواکونو مرستيال قوماندان او يو شمېر نورو پوځي او ملکي چارواکو هم ملتيا کوله.
سرچينې زياته کړې چې نوموړي د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره تر ځانګړې ليدنې وروسته د دواړو هېوادونو د پلاوو ترمنځ ليدنې وشوې.
وروسته د پاکستان لومړي وزير عمران خان او د متحده عربي اماراتو وليعهد يوې ګډې خبري غونډې ته وينا وکړه.
عمران خان وويل چې د دوى په ناستو او خبرو کې د افغانستان د ملي پخلاينې او سولې د پروسې په اړه هم بحث وشو.
هغه له اماراتو مننه وکړه چې تېره مياشت يې د پاکستان په همکارۍ د افغان سولې په تړاو د جوړې شوې غونډې کوربه توب وکړ.
عمران خان وايي: ((موږ دواړو لورو ژمنه او موافقه وکړه چې پر افغان سولې به په ګډه کار کوو.))
د يادونې ده، د اماراتو د تېرې مياشتې په ناسته کې د امريکا او طالبانو نېغ په نېغه خبرې وشوې چې بيا په کې پاکستان، امارات او سعودي هم ورګډ شول.
امارات او پاکستان په داسې حال کې له افغان سولې سره د همکارۍ ژمنه کړې چې ټاکل شوې د افغانستان د سولې د عالي شورا يو پلاوى د عمر داوودزي په مشرۍ سبا پاکستان ته ولاړ شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن