کابل (پژواک،١٨مرغومى ٩٧): رويټرز، د طالبانو د ځينو سرچينو په حوالي وايي چې د سولې په اړه سبا قطر کې د طالبانو او امريکا کېدونکې غونډه، لغوه شوه.
ټاکل شوې وه، چې سبا (چهارشنبې د مرغومي ١٩مه) د طالبانو او امريکا متحده ايالتونو تر منځ د سولې په تړاو قطر کې ناسته وشي.
رويټرز خبري اژانس د نوم له اخيستو پرته وايي ځينې طالب چارواکو ورته ويلي چې د کېدونکې ناستې د اجنډا په اړه نه جوړښت، د دغې ناستې د لغوه کولو لامل دى.
سرچينه ليکي، طالبانو ورته ويلي چې د امريکا استازو د يادې غونډې له نه جوړېدو سره هوکړه کړې، خو تر اوسه د امريکا رسمي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.
په اجنډا کې د ستونزو په اړه جزييات نه دي ورکړل شوي، خو طالبانو تر دې مخکې د سيمې د ځينو هېوادونو هغه غوښتنه رد کړې وه چې په دغو خبرو کې د افغانستان د دولت چارواکي هم برخه واخلي.
د قطر کېدونکې غونډه په داسې حال کې لغوه شوه، چې تر دې مخکې ټاکل شوې وه د سعودي عربستان په جده کې هم د طالبانو او امريکايي چارواکو تر منځ ناسته وشي، خو ونه شوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن