ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیتي مسوولین پکتیکا کې د پنځو طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي

امنیتي مسوولین پکتیکا کې د پنځو طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي

author avatar
8 Jan 2019 - 14:05
امنیتي مسوولین پکتیکا کې د پنځو طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي
author avatar
8 Jan 2019 - 14:05

ښرنه- لښکرګاه (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٧): امنيتي مسوولين وايي چې د افغان ځواکونو له لوري په پکتيکا کې پنځه طالبان وژل شوي او بلخوا په هلمند کې بيا څلور طالبان نيول شوي او يو ګمرک يې له منځه وړل شوى دى.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين د مرغومي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مرکز ښرنې اړوند د څلي پر پوستې ډله ييز بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې پنځه طالبان وژل شوي، درې طالبان او دوه پوليس ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دې جګړه کې د طالبانو درې فيلډر موټر، دوه کلاشينکوفونه، لس د راکټ مرمۍ او يو شمېر نورې وسلې او تجهيزات د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

خو يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په دې جګړه کې دوه پوليس هم وژل شوي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په هلمند کې ځانګړو ځواکونو پر طالبانو عمليات کړي دي.

کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ځانګړو ځواکونو تېره شپه د هلمند په ګرمسېر کې عمليات کړي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په دغو عملياتو کې څلور طالبان او دوه شکمن کسان ژوندي نيول شوي دي.

سرچينه زياتوي چې د دغو عملياتو پر مهال د طالبانو يو شمېر اتاقونه، دوه دوکانونه او يو ګمرک چې د ملکي وګړو له موټرو به يې پيسې اخيستې هم له منځه وړل شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله، د عملياتو پر مهال د طالبانو ١٤ موټر او ٢٠ موټرسايکلونه هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي چې له منځه يې وړي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.