کابل (پژواک ١٨ مرغومى ٩٧): د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د سولې بهیر په چټکتیا او د دوه اړخیزو اړيکو پر ټينګښت خبرې کړې دي.
د سولې په اړه د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس او د ولسمشر د ځانګړي استازي عمر داودزي په مشرۍ د افغانستان د سولې عالي شورا پلاوى، نن اسلام اباد ته ورسېد.
نوموړي، نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر مخدوم شاه محمود قریشي سره کتلي دي.
په دغې کتنه کې د دواړو لوریو له خوا د سولې بهیر په چټکتیا او د دوه اړخیزو روابطو په ټینګښت خبرې شوې او خپل نظریات یې سره شریک کړي دي.
همداراز د پاکستان او افغانستان د علماوو د ګډې غونډې جوړېدو په اړه هم بحث شوى چې په دې برخه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د هر راز عملي همکارۍ ژمنه کړې ده.
په دغې کتنه کې د افغانستان سفير عاطف مشعل هم موجود و.
تمه ده چې داودزی به په خپل دې څلور ورځني سفر کې د پاکستان یو شمېر سیاسي، نظامي او مذهبی مشرانو سره هم ناستې ولري چې موخه یې د سولې چټکتيا او د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ په مستقیم مذکراتو پیلولو کې همکاري ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن