کابل(پژواک، ٢١ مرغومى ٩٧): د ملي دفاع وزارت مسوولين وايي چې په ننګرهار ولايت کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد په ترڅ کې د داعش ډلې مخکښ قوماندان خاطب امير وژل شوى دى.
د ملي دفاع وزارت وياند جاويد احمد غفور د مرغومي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد په ترڅ کې د داعش ډلې مخکښ قوماندان خاطب امير وژل شوى دى.
هغه وويل چې خاطب امير د بريدونو همغږى کوونکى، د چاويدونکي توکو برابرونکى او په ټول هيواد کې يې د ځانګړو کسانو د وژلو لپاره پلانونه هم جوړول.
د جاويد غفور په اند د خاطب امير په وژل کيدو سره به ننګرهار کې د داعش ډلې فعاليتونه ډير کمزوري شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن