ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د نجراب ولسوالۍ يوشمېر سيمې له وسله والو پاکې شوې دي

چارواکي: د نجراب ولسوالۍ يوشمېر سيمې له وسله والو پاکې شوې دي

author avatar
19 Jan 2019 - 13:56
چارواکي: د نجراب ولسوالۍ يوشمېر سيمې له وسله والو پاکې شوې دي
author avatar
19 Jan 2019 - 13:56

محمود راقي (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٧) : د کاپيسا ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په نجراب ولسوالۍ کې د ترسره شويو عملياتو په ترڅ کې تر پنځوسو پورې وسله وال مخالفين وژل شوي او ګڼ شمېر سيمې ترې پاکې شوې دي.

د ځايي امنيتي مسوولينو په وينا، په دغې ولسوالۍ کې له تېرو درېيو اوونيو راهيسې عمليات روان دي او دولتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياندسروش کوهستاني پژواک ته وويل چې په دغو عملیاتو کې  تر اوسه ۴۳ وسله وال مخالفين وژل شوي اووه تنه يې ټپي او اته يې ژوندي نيول شوي دي.

هغه زياته کړه، په دغو عملياتو کې ملي پولیسو، ملي اردو، سيمه ييزو پولیسو، ملي امنيت او د سيمې پاڅون کوونکو برخه اخيستې ده.

د نوموړي په وينا، د عملياتو په ترڅ کې د نجراب ولسوالۍ د سوېلي برخې لويې درې غاين، پجغان او افغانيه له وسله والو مخالفينو پاکې شوې دي.

کوهستانى وايي، اوسمهال د نيول شويو سيمو د امنيت د خونديتوب په موخه په سیمه کې پوستې جوړېږي او غواړي هلته سيمه ييز پوليس او پاڅون کوونکي ځاى پر ځاى کړي.

هغه وويل، تر اوسه په دغو عملياتو کې د ملي اردو او پوليسو دوه سرتېري وژل شوي او يو تن ټپي دى.

د خوشحال په نوم د نجراب د سربولې سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې د وسله والو مخالفينو مرستې ته له تګاب او اله ساى څخه هم وسله وال راغلي وو، خو ناکام شول.

ده وويل، ډېرې سيمې پاکې شوې دي او اوس دولتي ځواکونه په کې مېشت دي.

د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.