ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار؛ د ماشومانو لپاره د نړۍ په کچه د پولیو تر ټولو خطرناکه سيمه

کندهار؛ د ماشومانو لپاره د نړۍ په کچه د پولیو تر ټولو خطرناکه سيمه

author avatar
23 Jan 2019 - 15:40
کندهار؛ د ماشومانو لپاره د نړۍ په کچه د پولیو تر ټولو خطرناکه سيمه
author avatar
23 Jan 2019 - 15:40

کندهار (پژواک، ۳ سلواغه ۹۷): کندهار هغه ولایت دی چې یوازې د هېواد په کچه نه، بلکې د نړۍ په کچه د ماشومانو لپاره د ګوزڼ یا پولیو تر ټولو خطرناکه سیمه ګڼل کېږي.

په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د پولیو تر ټولو ډېرې پېښې په همدغه ولایت کې ثبت شوې او دغلته مېشت ماشومان هره شېبه د دې خطرناکې ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د نړۍ په کچه د ماشومانو د ګوزڼ/ پولیو ۲۸ پېښې ثبت شوې چې ۸ یې په پاکستان او ۲۰ یې په افغانستان کې وې.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر عبدالشکور نصرت وايي، له بده مرغه افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو مثبتې پېښې په کې شته په داسې حال کې چېپه نوره نړۍ کې دغه ناروغي له منځه تللې ده.

ده وويل، په دې برخه کې افغانستان او په ځانګړې توګه کندهار تر ټولو ډېر د پولیو له ګواښ سره مخ دي؛ ځکه په روان کال کې د نړۍ په کچه د پولیو ډېرې پېښې همدلته ثبت شوې دي.

ډاکټر نصرت وايي، د هېواد په کچه د ۲۰ مثبتو پېښو له جملې ۹ پېښې په کندهار کې ثبت شوې چې ۳ په شاولیکوټ، یوه په خاکرېز، یوه په میوند، یوه په ارغنداب، یوه په سپین بولدک ولسوالیو او دوه په کندهار ښار کې دي.

دغه راز نوموړي یادونه وکړه چې د پولیو درې نورې پېښې په هلمند، دوه پېښې په اروزګان، درې پېښې په کونړ، دوه پېښې په ننګرهار او یوه پېښه په نورستان ولایتونو کې ثبت شوي دي.

په ټولیزه توګه نا امني، په سمه توګه د واکسین پروګرام نه پلي کېدا او د خلکو نه پوهاوی هغه درې عمده لاملونه دي چې دغه ناروغي یې ډېره کړې ده.

نصرت همدا خبره کوي او وايي، په دې سیمه کې د پولیو د پېښو د زیاتېدو تر ټولو عمده لامل نا امني ده چې تر ماشومانو یې د واکسیناتورانو رسېدل سخت کړي دي.

ده وویل، په ځينو سیمو کې د وسله والو له خوا پر واکسین بندیز لامل شوی چې په سوېل کې د ماشومانو د ګوزڼ په پېښو کې ډېروالی راشي او له ۱۰۰زره څخه ډېر ماشومان د پولیو له واکسین څخه بې برخې شي.

د حکومتي ادارو د معلوماتو له مخې، د کندهار نفوس شاوخوا ۳ میلیونه اټکل شوی او شاوخوا ۶۰۰ زره یې هغه ماشومان جوړوي چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي.

د نصرت په خبره، د کندهار تر څنګ په هلمند او ارزوګان کې ګڼ شمېر ولسوالۍ داسې دي چې د بېلابېلو ستونزو له امله په کې له تېر یوه او یونیم کال راهیسې د پولیو واکسین نه ترسره کېږي.

نوموړی زیاتوي، وسله وال طالبان غوښتنه کوي چې په دغو ولسوالیو کې دې د پولیو واکسین جومات په جومات ترسره شي خو د عامې روغتیا وزارت پالیسي دا ده چې د واکسین کمپاین باید کور په کور ترسره شي.

د ده په خبره، په ډېرو سیمو کې چې ان کور په کور د واکسیناسیون پروګرام پلی کېږي، نو هم ماشومان له واکسینه پاتې کېږي، که کمپاین جومات په جومات وشي، نو ډېر شمېر ماشومان به له واکسینه بې برخې شي.

دا چې ولې وسله والو طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې د واکسین پر کمپاین بندیز لګولی، هغوی په اړه رسماً څه نه وايي.

خو ځينې باوري سرچینې وايي، په یو شمېر ولسوالیو کې وسله والو ځکه د پولیو پر واکسین بندیز لګولی چې ګواکې له دولت سره تړلي کسان په کې د واکسيناتورانو په توګه ګومارل شوي او له سیمو د دوی په اړه معلومات ټولوي.

خو هغه چارواکي دا ادعاوې ردوي او وايي، د دې ستونزې د حل په موخه د قومي مخورو او دیني عالمانو په توسط په وار وار د وسله والو طالبانو له ځايي مشرانو سره خبرې شوي څو هغوی ته قناعت ورکړل شي ولي تر اوسه یې کومه پایله نه ده لرلې.

نصرت ځيې نورې ستونزې هم دغلته د پولیو د پېښو د ډېرېدو د لاملونو په توګه یادوي.

دی وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ پراخ تګ راتګ هم یو لامل دی چې د پولیو ویروس له یوه ځایه بل ته ولېږدي.

د ده په خبره، هره ورځ د سپين بولدک ولسوالۍ له لارې شاوخوا ۱۵ زره کسان د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته تګ راتګ کوي چې پولیو ته یې زمینه برابره کړي، خو دوی یې د مخینوي لپاره ټیمونه ګومارلي چې هر ماشوم واکسین کړي.

نوموړی له دولتي کارکوونکو، وسله والو او خلکو غواړي چې په ګډه لاس سره ورکړي څو تر هر ماشوم پورې د پولیو واکسین ورسول شي او ژوند یې له خطر څخه وژغورل شي.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وايي، دغلته د ماشومانو د ګوزڼ د پېښو زیاتېدا د خطر زنګ دى او ماشومان باید د سیاسي مسایلو قرباني نه شي.

هغه پژواک ته وويل، د ساري ناروغۍ له منځه وړل اسانه خبره نه ده، بلکې د صحت د سکتور تر څنګ د نورو سکتورونو او ټولنې هر اړخیزې همکارۍ ته اړتیا لري.

د ده په وینا، د عامې روغتیا وزارت د خپلو نړیوالو کاري شریکانو سره یو ځای د پولیو د مخنیوي په موخه هڅه کوي ماشومان واکسین کړي، خو له بده مرغه موږ دغه هدف ته په ښه توګه نه رسېږي.

دی وايي، هغه کمپاینونه چې د ماشومانو د واکسینولو په موخه پلان کېږي په ځینو مواردو کې له ستونزو سره مخ کېږي.

هغه د کندهار شاولیکوټ، میانشین، خاکرېز، نېښ او غورک ولسوالۍ یادې کړې چې له تېرو اوو میاشتو راهیسې په کې د پولیو د واکسین کمپاین نه دی شوی چې له امله یې تر ټولو ډېرې پېښې په شاولیکوټ کې ثبت شوې دي او وسله والو مخالفینو په دغو ولسوالیو کې د پولیو کمپاین ته اجازه نه ورکوي.

پخلا غوښتنه کوي، هره میاشت چې د پولیو د واکسین د کمپاین وخت را رسېږي ټولې خواوې باید ارام چاپېریال اماده کړي څو یو ماشوم له واکسین څخه پاتې نه شي.

پخلا دا هم رد نه کړه چې په ځینو مواردو کې کېدای شي د واکسین رضاکاران غفلت وکړي او خپله دنده په سمه توګه ترسره نه کړي.

دی وايي، د هر کمپاین پر مهال ۴۵۰۰ رضاکاران د واکسین ورکولو چارې ترسره کوي چې دغه افراد د ټولنې له خوا دوی ته معرفي شوي دا د هغوی مسوولیت هم دی چې وړ او احساس لرونکي کسان دوی ته ور وپېژني چې خپله دنده په سمه توګه ترسره کړي.

پخلا وویل، د دې لپاره چې د ماشومانو ژوند یې د پولیو له خطره ژغورلی وي، په دې وروستیو کې په ځینو له خطر سره مخ سیمو کې ماشومانو ته هم د خولې له لارې او هم د پېچکارۍ له لارې واکسین ورکول کېږي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې په دې برخه کې صحي خدمات او صحي پوښښ د ملا د تېر حیثیت لري، خو له بده مرغه چې په ډېرو ولسوالیو کې کم روغتیايي مرکزونه دي او ټولو خلکو ته رسېدنه نه شي کولای.

د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، د کندهار په کچه په دغه ولایت کې ۹۴ سپینې ساحې دي چې روغتیايي خدمات په کې نشته او په دې توګه د دغه ولایت ۶۰ سلنه اوسېدونکي له روغتیايي اسانتیاوو بې برخې دي.

په کندهار کې په دولتي چوکاټ کې يوازې يو ٣٥٠ بستريز روغتون او کابو ۵۰ روغتيايي مرکزونه او دغه راز د خصوصي سکتور په برخه کې شاوخوا ۲۰ روغتيايي مرکزونه شته چې د ناروغانو د درملنې لپاره بسنه نه کوي.

د افغانستان لپاره د یونيسېف نړیوالې ادارې اړوند د پولیو پروګرام ویاند سید کمال شاه هم وايي، د سوېلي زون ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې د پولیو واکسین نه دی پلی شوی، په داسې حال کې چې د دې خطرناکې ناروغۍ د مخنیوي یوازېنۍ لار تر ټولو سیمو رسېدل او ټولو ماشومانو ته واکسین ورکول دي.

دی وايي، کله چې ټولو ماشومانو ته لاسرسی نه کېږي نو طبعاً هماغه سیمه د پولیو له جدي خطر سره مخ ده.

ده وویل، په دې برخه کې تر ټولو خطرناکه خبره دا ده چې له چاپېریال څخه د معایناتو په موخه له اخیستل شوو نمونو ښکاري چې په کندهار کې د پولیو ویروس د انتقال په حال کې دی. دا چې کندهار ښار ته د دغه زون له ټولو ولایتونو تګ راتګ کېږي، نورو سیمو ته یې د لېږد امکانات هم ډېر دي.

د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب وايي، تل یې په دغه ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ د مخنیوي په موخه د همغږۍ غونډې رابللي او د دوی هڅه دا ده چې د واکسین پر وړاندې شته خنډونه لیرې کړي.

د دې تر څنګ د کندهار اوسېدونکي وايي، وسله والې ډلې باید د خپلو غوښتنو لپاره د ماشومانو ژوند په خطر کې وا نه چوي.

د شاولیکوټ ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالرحمن وايي، وسله والو د نورو ولسوالیو تر څنګ په دې ولسوالۍ کې له ډېرې مودې راهیسې د پولیو پر واکسین بندیز لګولی دی.

هغه پژواک ته وويل، وسلوالو والو ځکه پر واکسین بندیز لګولی چې غواړي خپل کسان د واکسیناتورانو په توګه وګوماري.

دی وايي، دغسې ګومارل شوي کسان ژمنتیا نه لري، واکسین په خاورو کې تویوي او فورمې په دروغو ډکوي.

خو دی دا هم وايي چې په خپله خلک هم د نه پوهاوي له امله لېوالتیا نه لري او د واکسین په اړه د ناسمو تبلیغاتو ښکار شوي او اړوندو ادارو ته په کار ده چې عامه پوهاوی ډېر کړي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر عبدالشکور نصرت د خلکو د پوښتنو په ځواب کې وايي، پر یوه نوي پلان کار کوي څو واکسین تر ماشوم پورې ورسېږي او دغه ناروغۍ صفر ته راټیټه شي.

هغه پژواک ته وويل، په هغه ولسوالیو کې چې د پولیو پېښې په کې ډېرې دي، یو نوی پروګرام پلی کېږي چې پنځه برخې (ښوونه او روزنه، روغتیايي خدمات، پولیو، د واش او بدرفت سیسټم او تغذیه) په کې شامل دي.

ده هیله ښودله چې د دغه پروګرام له لارې به وتوانېږي چې د پولیو پر ضد مبارزه چټکه شي او دغه ناروغي له منځه لاړه شي.

دغه راز ده یادونه وکړه، په هغو سیمو کې د چې د وسله والو تر ولکې لاندې دې سایټ په سایټ یا جومات په جومات به د واکسیناسیون پروګرام په کې پلی شي او خلک به خپل ماشومانو مشخصو ځایونو ته د واکسین لپاره راوړي.

د دې تر څنګ ده یادونه وکړه چې د دې ناروغۍ د مخنیوي په موخه ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو تر څنګ له زرقي لارې هم واکسین ورکوي.

 

Views: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.