هرات (پژواک، ۹ سلواغه ۹۷): د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې د هرات ښار په نننۍ ترافیکي پېښه کې د ملي اردو د امبولانس د موټر چلوونکي په ګډون پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه نن سهار ۶:۰۰ بجې داسې مهال رامنځته شوه چې د ملي اردو امبولانس موټر د هوايي ډګر پر سړک له یوه شخصي سوزکي سره ټکر شو.
نوموړي زیاته کړه، په دې پېښه کې پنځه کسان مړه شوي دي.
په ورته وخت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو ویاند عارف رضايي وویل، په مړو شوو کې یو د ملي اردو د امبولانس موټر چلوونکی او څلور ملکي کسان شامل دي.
مسوولان وايي، تېز رفتار او د ترافيکي قوانینو نه مراعاتول د یادې پېښې د رامنځته کېدو لاملونه دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن