زرنج(پژواک، ۱۸ سلواغه ۹۷): د نیمروز ولایت یوه امنیتي سرچینه وايي، د زرنج ـ دلارام پر لویه لار د امنیتي ځواکونو پر پوسته د وسله والو مخالفینو په برید کې شپږ پولیس وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
یوې امنیتي سرچینې د نوم اخيستو په شرط پژواک خبري اژانس ته وویل، طالبانو نن سهار د زرنج ـ دلارام پر لویه لار د امنیتي سرتېرو پر پوسته برید کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، په دې نښته کې ۶ پولیس وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
هغه په ډاګه کړه، یاده نښته چې شاوخوا دوه ساعته یې دوام درلود د مرستندویه ځواکونو له رسېدو وروسته پای ته ورسېده.
سرچینې زیاته کړه، په دې پېښه کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی معلوم.
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن