ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیتي ځواکونو د هلمند په سنګین کې تر شل ډېر ملکي وګړي وژلي

امنیتي ځواکونو د هلمند په سنګین کې تر شل ډېر ملکي وګړي وژلي

author avatar
10 Feb 2019 - 10:45
امنیتي ځواکونو د هلمند په سنګین کې تر شل ډېر ملکي وګړي وژلي
author avatar
10 Feb 2019 - 10:45

لومړی تعقيب- لښکرګاه (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٧): د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې تر شلو ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

دغه څرګندونې په مشرانو جرګه کې د هلمند استازي محمد هاشم الکوزي د سلواغې په ٢١مه رسنيو ته وکړې.

هغه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې په دغو عملياتو کې تر شلو ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

دغه راز د سنګين اوسېدونکي تورجان پژواک ته وويل چې دغه عمليات د ګرمام په سيمه کې ترسره شوي دي.

ده وويل چې په دغو عملياتو کې د ښځو په ګډون اته ملکي وګړي وژل شوي او د ښځو په ګډون اته کسان نور ټپيان دي.

 په دې اړه په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون کارکوونکي وايي چې له يادې پېښې دوى ته څلور ټپيان ور وړل شوي چې دوه په کې ښځې دي.

خو د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د سنګين ولسوالۍ د څاروان کلا په پوزې سيمه کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ٢٥ وسله وال طالبان وژل شوي او لس نور نيول شوي دي.

د نوموړي په وينا، د عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر وسلې،  چاودېدونکي توکي، مهمات او وسایط هم نيول شوي او له منځه وړل شوي دي.

د ځواک د معلوماتو له مخې، په دغو عملياتو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه: ((تر اوسه څرګنده نه ده چې ملکي وګړو ته دغه مرګ ژوبله څه ډول اوښتې ده.))

ده وويل چې ډېر ژر به يو پلاوى وټاکل شي، څو د دې پېښې په اړه څېړنې وکړي.

نوموړي زياتوي: ((د ملکي وګړو د تلفاتو هغه لوړ ارقام چې په رسنيو کې خپرېږي، حقيقت نه لري.))

بل لور ته طالبان هم دغه پېښه تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې افغان او امريکايي ځواکونو د سنګين ولسوالۍ د څاروان کلا په پوزې، خانانو او بارکزي کليو کې چاپې وهلې دي.

دى وايي چې په دغو پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١١ کسان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه نور ټپيان شوي دي.

ده وويل چې په دغو عملياتو کې يو جومات، درې کورونه، دوه دوکانونه او اته موټر هم له منځه وړل شوي دي.

د يادونې ده، د پنځو نورو ولسواليو تر څنګ د سنګين ولسوالۍ بشپړ کنټرول هم له وسله والو طالبانو سره دى.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.