ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې لا هم ځنګلونه په نا قانونه ډول وهل کېږي

پکتيا کې لا هم ځنګلونه په نا قانونه ډول وهل کېږي

author avatar
11 Feb 2019 - 11:23
پکتيا کې لا هم ځنګلونه په نا قانونه ډول وهل کېږي
author avatar
11 Feb 2019 - 11:23

ګردېز (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٧): د پکتيا د ځينو ولسواليو اوسېدونکي وايي، په سيمو کې يې لا هم ځنګلونه وهل کېږي چې په خبره يې د دغه کار لوی لامل د خلکو بېکاري او د حکومت نه پاملرنه ده.

دولتي چارواکي هم د ځنګلونو وهل کېدو خبره تاییدوي، خو وايي چې تر یوه بریده یې مخنیوی شوی او د بشپړ مخنيوي هڅې يې هم پيل کړې دي.

په دې اړه د ځاځي اريوب ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالله د سلواغې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې مخکې په دې ولسوالۍ کې د ځنګلونو ساتنې امريت و، خو اوس د دغه امريت د تشکيل په له منځه تلو سره د ځنګلونو ساتنې چاره عام خلک مخې ته وړي.

نوموړي وويل چې سربېره پر دې هم د ځينو خلکو له خوا ځنګلونه پرې کېږي، خو اړوندې ادارې ورته پاملرنه نه کوي.

عبدالله پژواک ته وويل: ((اوس موږ دوه نفره قومي اربکي خپله ورته نيولي چې هر يوه ته د کلي له فنډ نه دوولس زره افغانۍ معاش ورکوو. هغه په غرونو کې ګرځي، که داسې سړی پيدا کړي چې بدون له اجازې کومه شنه ونه قطع کوي، هغه موږ ته راپور راکوي، بيا موږ هغه شنه ونه هم نه ورکوو او د قومي تړون پر اساس يې ناغه او مجازات کوو هم.))

دغه راز د احمدخېلو ولسوالۍ اوسېدونکی امان الله وايي چې خلک د ورځنيو اړتياوو پوره کولو لپاره کار او روزګار نه لري، له همدې امله ځنګلونه پرې کوي او له دې لارې خپلې اقتصادي ستونزې هواروي.

نوموړی له دولتي او غير دولتي اړوندو ادارو د بديلو چارو او د منډه ير غره د لرګيو د هغې لويې پروژې د بيا فعالېدو غوښتنه کوي چې له کورنيو جګړو مخکې د جرمني له خوا مخې ته وړل کېده او تر پنځه سوه زياتو کسانو په کې کار کاوه.

نوموړي وويل: ((زموږ خلک نور څه کار نه لري، دا ځنګلات وهي، همدا خرڅوي او کاروبار يې همدا دی. موږ نه غواړو چې خلک دغه کار وکړي، خو له حکومته غوښتنه کوو چې د دې په بدل کې موږ ته زعفران، سبزيجات، پروژې او نور کار راکړي چې خلک مو کار وکړي.))

فضل ربي د اريوب ولسوالۍ بل اوسېدونکی دی چې د ځنګلونو پر وهل کېدو اندېښمن دی او وايي چې د ځنګلونو د پرې کېدو له امله د چاپېريال ښکلا او د اوبو زېرمې له منځه ځي او د سېلابونو راوتو له امله د ويجاړيو ګواښونه رامنځته کېږي.

ده وويل: ((زه دوه، درې وارې ولسوالۍ ته راغلی يم، په خپل کلي مې عريضه کړې؛ ځکه چې منډه ير د ملي پارک په نوم يادېږي او ملي پارک په کې جوړېږي. له دولت نه موږ دا خواهش لرو چې دې غرونو ته راشي، اربکي راته په کې مقرر کړي او مېوه دارې او د چارمغزو ونې راته کېږدي چې له هغو نه استفاده وکړو.))

بل لور ته د پکتيا د کرنې رييس محمدالدين مومند هم مني چې لا هم د پکتيا نږدې دېرش سلنه ځنګلونه وهل کېږي، خو وايي چې د قومي مشرانو، تړونونو او سيمه ييزو شوراګانو له لارې هڅې کوي چې د ځنګل وهنې بشپړ مخنيوی وکړي.

مومند پژواک ته وويل: ((په بعضې لرو سيمو کې امکان لري چې ځنګلونه ووهل شي، ولې په مجموع کې ويلی شم چې قومي خلکو تړونونه هم کړي او انشاالله په دې اړوند به موږ په دې نږدې وختونو کې د ځنګلونو د قطع کېدو د مخنيوي په اړه له محلي شوراګانو سره په کتبي ډول تړونونه وکړو.))

پکتيا د هېواد يو له ګڼو ځنګل لرونکو ولايتونو دی چې په وروستيو څو لسيزو کې يې ځيني ځنګلونه سخت زيانمن شوي او اوسمهال هره ورځ د پکتيا د اړتيا سربېره په منځني ډول له دغه ولايت څخه تر شاوخوا پنځوس لوی موټر لرګي پلازمېنې کابل ته لېږدول کېږي.

د يادونې ده، ولسمشر غني پکتيا ته په خپل وروستي سفر کې ژمنه کړې وه چې د زياتې طبيعي ښکلا لرونکې ځاځي اريوب ولسوالۍ منډه ير سيمه کې به ملي پارک جوړوي خو تر اوسه دغه کار نه دى شوى.

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.