کابل (پژواک، ٢٦ سلواغه ٩٧) : د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ چې هېواد به يې د سولې په تړاو ټولې هڅې له افغان حکومت سره په مشوره او همغږۍ پرمخ وړي.
له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير عبدالعزیز کاملوف پرون په جرمني کې د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې له ولسمشر اشرف غني سره وليدل.
سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې دواړو لورو د سیمه ییز اتصال د پراختیا پلانونو تطبیق کې پر پرمختګونو خوښي وښوده او د افغانانو په رهبري او مالکیت د سولې پروسې، د اورګاډي کرښې غځولو، انرژي او د سوداګریزو اړیکو پر لا زیاتې پیاوړتیا مفصلې خبرې وکړې.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولسمشرغني ته د خپل هېواد د مشرتابه د نېکو هیلو په وړاندې کولو سره وویل، حکومت یې د جمهوررئیس غني په مشرۍ د افغانستان حکومت د ټولو پالیسیو او د افغانانو په رهبرۍ، مالکیت او کنټرول د سولې پروسې ملاتړ کوي.
همدارنګه کاملوف زیاته کړه، ازبکستان په بېلابېلو برخو کې تل د افغانستان حکومت کوربه توب ته چمتو دی.
دازبکستان د بهرنيو چارو وزير ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ، چې هېواد به يې د سولې په تړاو ټولې هڅې له افغان حکومت سره په مشوره او همغږۍ پرمخ وړي.
ولسمشرمحمد اشرف غني د ازبکستان د جمهوررئیس له نېکو هیلو څخه په مننې د یاد هېواد د بهرنیو چارو له وزیر څخه هیله وکړه، چې د ده سلامونه او نیکې هیلې هم د خپل هېواد مشرتابه ته ورسوي او همدارنګه یې افغانستان او ازبکستان دوه ستراتیژیک او سیمه ییز ملګري هېوادونه وبلل.
هغه د تاشکند کنفرانس د جوړولو له امله له ازبکستان څخه په مننې یاد کنفرانس د سیمه ییزه همکاریو واضح میکانیزم وباله او ويې ویل، د افغانستان او ازبکستان تر منځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره عملي اقدامات کېږي.
د هېواد ولسمشر د ازبکستان د کوربه توب وړاندیز څخه په مننې زیاته کړه، د سولې له موافقتنامې وروسته به انکشافي برنامې او کارونه زیات شي چې د اروپایي ټولنې او د سیمې د هېوادونو په ځانګړي ډول د ازبکستان رول د دغو برنامو تطبیق کې ارزښتناک دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن