بامیان (پژواک، ۲ کب ۹۷): د بامیانو سیمه ییز چارواکي وايي چې د حاجيګک، قوناق او شاتو کوتلونه چې بامیان له کابل سره نښلوي، د ډېرې واورې له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.
حاجيګک کوتل بامیان له کابل او میدان وردګو، قونان کوتل بامیان له دایکنډي او د شاتو کوتل د یکاولنګ ولسوالي له پنجاب ولسوالۍ سره تړي.
د بامیانو د عامه ګټو ریاست سرپرست غلام نبي قنبري پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرې ورځې څخه تر اوسه د قوي وارې اورېدو له امله دغه لارې تړل شوې خو مسوولو ادارو یې د پاکولو کار پیل کړی دی.
هغه زیاته کړه، قراردادي شرکتونو ژمنه کړې چې د نن ورځې تر پایه به دغه لارې د ترافیکو پر مخ خلاصې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د حاجيګک کوتل له بندېدو وروسته د بامیانو اوسېدونکي د پروان ولایت له لارې کابل ته تګ راتګ کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن