کابل (پژواک ٥ کب ٩٧): سبا د قطر په پلازمېنې دوحه کې د طالبانو او امريکايي پلاوي ترمنځ د خبرو بل پړاو پيلېږي.
د دې ډلې د وياند ذبيح الله مجاهد له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سبا (دوشنبه، د کب ٦مه) به په دوحه کې د طالبانو د مذاکراتي ټیم د غړو او امریکایي پلاوي ترمنځ بیا خبرې پیل شي.
ده زياته کړې، د دې غونډې اجنډا به له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل او له افغانستان څخه چاته د ضرر نه متوجه کېدل وي.
له بلې خوا "بي بي سي" ته سرچينو ويلي چې د طالبانو مهم مشر او په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر نوی ټاکل شوی مشر ملا برادر اخوند قطر ته روان شوی دی.
خو طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.
تردې مخکې د دواړو لورو ترمنځ څو ځلې او په وروستۍ غونډه کې چې قطر کې ترسره شوه، څو ورځنۍ خبرې ترسره شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن