جلال اباد (پژواک، ۶ کب ۹۷): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت له مرکز جلال اباد ښاره یې د درملنې په موخه ۲۰۶ روږدي پلازمېنې کابل ته ولېږدول.
چارواکي وايي، دلته ورځ تر بلې د معتادينو شمېر ډېرېږي او د روږدو کسانو د درملنې روغتون دومره وړتيا نه لري چې د ټولو درملنه په کې وشي؛ نو ځکه يې کابل ته د روږدو کسانو د انتقال لړۍ پيل کړه.
پر نشه روږدي کسان په تېرو څو ورځو کې د جلال اباد ښار له بېلابېلو سيمو راټول شوي وو او د کب په ۶مه کابل ته ولېږدول شول.
په دې اړه د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل چې په دغه ولایت کې د ۶۵ ښځو په ګډون د ۲۱۵ تنو روږدو د درملنې ظرفیت شته دى.
خو زياتوي چې په تېرو درېيو ورځو کې له بېلابېلو سیمو ۲۰۶ روږدې را ټول کړي او نن یې پلازمېنې کابل ته د درملنې په موخه ولېږدول .
هغه زیاته کړه، ولایت مقام، امنیې قوماندانۍ او د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې په جدي ډول جلال اباد ښار او ولسواليو کې د روږدو کسانو د مخنیوي په موخه اقدامات پیل کړي چې په دې برخه کې د کورنیو همکاري هم اړينه ده.
ده وويل چې د تېرو څو ورځو په ترڅ کې د امنیې قوماندانۍ پولیسو له لوري ۱۶ د نشه یې توکو پلورونکي، ۲۹۶ کیلوګرامه نشه یې توکي، نږدې د زرو په شمېر ټابلیټ کا له ۱۱ عرادې وسایطو سره یو ځای نیول شوي او په دې برخه کې لا هم جدي اقدامات جریان لري .
نوموړي همدا راز پر بزګرانو هم غږ وکړ چې د نشه یې توکو کښت پر ځای ګلابو، زغفرانو، ستروسو او نورو بېلابېلو توکو کر ته مخه کړي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې ريیس محمد ادریس ساپي وويل، که چېرې يادو کسانو ته د کار کولو زمينه برابره شي نو تر درملنې وروسته بيا نشه يي توکو ته مخه نه کوي.
د ننګرهار د امنيتي چارواکو د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دغه ولايت کې شاوخوا اتيا زره کسان پر نشه روږدي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن