ښرنه (پژواک، ٢٦ کب ٩٧): د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي غړى علي وزير وايي چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو اغزن سیم نه شي کولاى د دواړو لورو پښتانه سره بېل کړي او ټينګار يې کوي چې دغه اغزن سیم بايد په درېيو مياشتو کې بېرته ټول شي.
نوموړي دغه څرګندونې پرون ناوخته د پکتيکا په برمل ولسوالۍ د دواړو لورو له سلګونو خلکو جوړې شوې غونډې ته وکړې.
هغه وويل چې ډيورنډ کرښې دواړو لورو ته پښتانه اوسېږي خو د پاکستان ملېشې کوښښ کوي چې دوى سره بېل کړي.
ده زياته کړه: ((يو د بل فاتحې ته هم نه پرېښودل کېږي چې دغه کار موږ ته د منلو وړ نه دى.))
علي وزير وايي چې ټول پښتانه سره يو دي، د لوى افغانستان اوسېدونکى دي، په اغزنو سیمونو له يو بله نه سره بېلېږي.
ده ټينګار وکړ چې پاکستان دې نور له پښتون وژنې لاس واخلي او د درېيو مياشتو په موده کې دې د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې غځول شوى اغزن سیم بېرته ټول کړي.
هغه له افغان حکومته غوښتنه وکړه چې په دې ولسوالۍ کې د وژل شوو ملکي وګړو کره څېړنه دې وکړي او پايلې دې له دوی سره شريکې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په برمل ولسوالۍ کې د هوايي بريد له امله اووه ملکي وګړي وژل شوي وو.
دغه راز په دې غونډه کې د وزيرو قومي جرګې غړي ګل عالم بيا وويل چې د لر او بر پښتانه بايد سره يوځاى شي، څو وکولاى شي د کرښې په اوږدو کې لګول شوى اغزن سیم بېرته ټول کړي.
همدارنګه د برمل ولسوالۍ د وزيرو قوم مشر قدرت الله ډاډ ورکړ چې د لوى افغانستان ټول اوسېدونکي د پښتون ژغورنې غورځنګ له دريځه کلک ملاتړ کوي او په برخه کې قربانۍ ته چمتو دي.
هغه وايي: ((موږ د پاکستان له پوځه غوښتنه کوو چې دغه سيم خاردار لرې کړي څو زموږ خلک په ازاده توګه تګ راتګ وکړي.))
د يادونې ده، علي وزير غوښتل په برمل ولسوالۍ کې د وژل شوو کسانو کورونو ته ورشي او فاتحه ورته وکړي، خو د پاکستان ملېشه وو له لوري اجازه ورنه کړل شوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن