جلال اباد (پژواک، ۴ وری ۹۸):د جلال اباد ښاروالۍ مسوولين وايي، روان کال کې به د ښاروالۍ، ولسي تړون او یو این هبیتات ادارې له لوري د ۳۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلې شي.
دوی وايي، دا پروژې به يواځې د ښار د اوومې ناحيې په مربوطاتو کې پلې شي چې ځينې يې اوس عملاً پيل شوې دي.
د جلال اباد ښاروال ریاض الله درمل یادې څرګندونې د وري په ۴مه د اوومې ناحیې لپاره د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د جوړې شوې ودانۍ د ګټې اخیستنې په مراسمو کې وکړې.
نوموړي زياته کړه، د اوومې ناحیې ودانۍ یې د اووه میلیونه افغانیو په لګښت د یو کال په موده کې په ۱۴سوه متره مربع ځمکه کې د ښاروالۍ له بودیجې څخه جوړه کړې چې درې خونې، د غونډو یو تالار او نور اړين ملحقات لري .
نوموړي زیاته کړه، د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې د روان کال په ترڅ کې د ولسي تړون اړوند شوراګانو له لوري د ۲۲۰ میلیونه افغانیو، د یو این هبیتات اړوند ۶ شوراګانو له لوري د شاوخوا ۲۵ میلیونه افغانیو او د ښاروالۍ له لوري د اتیا میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې پلې کیږي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې فرعي سړکونه، ویالې، پلونه، درونټه کې د ځوانانو پارک، امرخېلو کلي سړک، دوه سرکې څخه تر سرخ دېواله پورې د سړک او یو ښوونځي جوړول شامل دي او د ګڼ شمېر پروژو کار یې عملاٌ تر کار لاندې دی .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د یادې ناحیې له ګذر وکیلانو او اوسېدونکو وغوښتل، چې د مسوولیتونو له مخې له مسوولینو سره د نشه یې توکو، قاچاق، غصب، فساد، ناامنۍ او نورو غیر قانوني کړنو په مخنیوي کې همکاري وکړي .
د اوومې ناحیې د ګذر مشر حیدرشاه وويل، د دغې ودانۍ تر جوړېدو وړاندې له ګڼو ستونزو سره مخامخ و.
د دې غونډې په څنډه کې د اوومې ناحیې امر بریالی چلند هم په رسمي ډول د ناحیې منسوبینو ته ور وپېژندل شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن