پلخمری (پژواک، ٦ وری ۹۸): د بغلان د پوهنې رياست چارواکي او زده کوونکي وايي چې د دغه ولایت سلګونه ښوونځي ودانۍ او د څښاک پاکې اوبه نه لري چې له امله يې زده کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د اړوندې موضوع په اړه د پلخمري ښار د ګوهرشاد بېګم لېسې د اووم ټولګي زده کوونکې هنګامې ولیزاده د وري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې دوى تر يوې زړې او شلېدلې خېمې لاندې زده کړې کوي.
هغې زياته کړه: ((د پوهنې په برخه کې ډېرې پيسې مصرف شوې، خو زموږ ولايت ته هېڅ کار نه دى شوى.))
په ورته وخت کې د کان لېسې زده کوونکې نازيه هم وايي چې په ټول پلخمري کې داسې لېسه نشته چې هر څه يې سم وي.
دې زياته کړه: ((موږ په يوه زړه خونه کې درس وايو، هره شېبه يې د غورځېدو امکان شته دى، زموږ دغه مشکلات بايد حل شي.))
يو شمېر نورو زده کوونکو هم ورته شکايتونه وکړل.
دغه راز د ښوونځيو د څار مسوول عبدالشکور هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې ډېرى ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې تر خېمو لاندې زده کړې کوي.
هغه د بېلګې په توګه وويل چې په پلخمري ښار کې د حمزه، ګوهر شاد بېګم او ميهن لېسې ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
بل لور ته د يادو څرګندونو په اړه د بغلان د پوهنې رييس سيد اسماعيل مجاهد پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې سلګونه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په بغلان کې د ٥٩٦ ښوونځيو له ډلې ٢١٤ يې ودانۍ نه لري، ٣٦٩ يې د څښاک اوبه نه لري او ٣٥٦ يې احاطې دېوالونه نه لري.
ده وويل چې يادې ستونزې يې له وزارت سره شريکې کړې او هغوی يې هم د حل لپاره ژمنې کړې دي.
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن