ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ د وړوکي لوبغاړي قريشي د تښتولو په تور کابل کې يو تن نيول شوى

د کرکټ د وړوکي لوبغاړي قريشي د تښتولو په تور کابل کې يو تن نيول شوى

author avatar
3 Apr 2019 - 10:46
د کرکټ د وړوکي لوبغاړي قريشي د تښتولو په تور کابل کې يو تن نيول شوى
author avatar
3 Apr 2019 - 10:46

جلال اباد (پژواک، ۱۴ وری ۹۸): د ننګرهار د امنيتي ځواکونو له لوري د انسان تښتونکو له منګولو ازاد شوي دوه ماشومان خپلو کورنيو ته وسپارل شول.

دا ماشومان د ننګرهار بهسودو او بټي کوټ ولسوالیو کې تښتول شوي وو چې په ‌‌‌‌‌‌ډله کې يې د احمد قریشي په نوم د کرکټ يو تنکی ځوان لوبغاړى هم دی.

چارواکي وايي، د یادو دواړو قضیو په تړوا درې تورن کسان نیول شوي .

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د ولايت مقام د رسنيو په دفتر کې د يو خبري کنفرانس پر مهال خوښي وښوده، چې احمد قریشي او ریحان الله دواړه د تښتوونکو له منګولو ازاد او له خپلو کورنیو سره یو ځای شول.

خو والي خواشیني څرګنده کړه چې انسان تښتوونکو د نورو ترڅنګ په ګلالیو ماشومانو هم رحم ونه کړ.

نوموړي زیاته کړه،د احمد قریشي د تښتوونې قضیې له رامنځته کېدو سره سم یې په ولایتي او مرکزي کچه له مسوولینو سره موضوع تعقیب کړه، چې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستيال جنرال خوشحال سادات یې د خلاصون په موخه د ټولو عملیاتو رهبري ترسره کړه او دوه ځله یې په ترسره شوو عملیاتو کې خپله ګډون هم وکړ.

هغه وایي، د بهسودو دامان سیمه کې وړمه شپه د پولیسو ځانګړو ځواکونو په شخصي لباسونو کې عملیات پيل کړل، چې تښتوونکي د احمد قریشي په لېږدولو بریالي نه شول او په یاده سیمه کې امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغی او پرون یې رسماٌ خپلې کورنۍ ته وسپاره.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، د احمد قریشي د تښتوونې په قضیه کې په پلازمېنه کابل کې یو تن نیول شوی او هڅې رواني دي، چې د تښتوونکو یوه لویه شبکه هم ونیول شي او په دې برخه  کې د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین په جدي ډول کار کوي .

د نوموړي په وينا، د ریحان الله په نوم یو بل ماشوم چې څلور میاشتې وړاندې د داعشیانو له لوري تښتول شوی و، وروسته له هغه چې د ملي امنیت منسوبینو له لوري یې دوه غړي ونیول شول، د فشارونو له امله یې نن د بټي کوټ په مربوطاتو کې په خوندي ډول ازاد او د ولسوالۍ د مسوولینو په هلو ځلو یې خپلې کورنۍ ته سپاري .

والي له  عدلي او قضایي ارګانونو څخه په  ټینګار سره وغوښتل چې د تښتوونې، قتل او نورو قضیو کې ښکیلو کسانو ته تر ټولو سخته سزا ورکړي.

مياخېل دغه راز په چپرهار ولسوالۍ کې د ولس په  همکارۍ د تښتوونکو له منګولو د یو تن سوداګر علي خان له خوشي کېدو څخه هم خبر ورکړ او له خلکو یې وغوښتل چې په ورته قضیو کې د ولایت مقام او امنیتي ارګانونو رهبریو سره د معلوماتو په شریکولو کې همکاري وکړي .

د تښتوونکو له منګولو ازاد شوي احمد قریشي وویل، چې د کرکټ له تمرین وروسته کور ته ستنېد، چې د بهسودو په مربوطاتو کې د تښتوونکو له لوري وتښتول شو.

د هغه په وينا، تښتوونکو يې له کورنۍ څخه د خوشي کېدو په بدل کې درې سوه زره امریکایي ډالر غوښتل او ورته یې ګواښ کړی و چې که پیسې ورنه کړي،نو لومړی به ترې ګوتې پرې او وروسته به یې ووژني .

هغه د ننګرهار له والي او امنیتي ارګانونو څخه مننه وکړه چې د دوی د پیل شوو عملیاتو پر مهال تښتوونکو کور پرېښود او زه د امنیتي ځواکونو له لوري ازاد او  روغ رمټ خپلې کورنۍ ته وسپارل شوم .

له څلورو میاشتو ځنډ وروسته د انسان تښتوونکو داعشیانو له منګولو ازاد شوي ریحان الله له  امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه،چې د تښتوونکو دوه تنه یې نیولي او زیاته یې کړه،کله چې تښتوونکو د بټي کوټ په مربوطاتو کې خوشې کاه،نو ټینګار یې وکړ چې د دوی نیول شوي کسان دې ورته خوشې شي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د یاد کنفرانس په پای کې دواړو تنکیو ځوانانو ته د کرکټ د هارډ بال بیټ او بالونه ډالۍ کړل، د دوی د بیا ځل روحیې را ژوندي کولو په موخه یې دوی ته څو پرله پسې د کرکټ توپونه واچول او له هغه وروسته یې ژغورل شوي تنکي ځوانان خپلو کورنیو ته په رسمي ډول وسپارل .

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.