ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ نوى امنيه قوماندان معرفي او دنده يې پيل کړه

د بلخ نوى امنيه قوماندان معرفي او دنده يې پيل کړه

author avatar
13 Apr 2019 - 17:10
د بلخ نوى امنيه قوماندان معرفي او دنده يې پيل کړه
author avatar
13 Apr 2019 - 17:10

مزارشريف ( پژواک، ۲۴ ورى ۹۸) : سمونوال اجمل فايز د بلخ ولايت د نوي سرپرست امنيه قوماندان په توګه دنده پيل کړه.

په بلخ ولايت مقام کې د  ورى په ۲۴مه، په همدې تړاو جوړې شوې غونډه کې نوي امنيه قوماندان اجمل فايز وويل، چې له نامسووله وسله والو او جنايتکارانو سره مبارزه او د قانون تطبيق يې په لومړيتوبونو کې دي.

په يادو مراسمو کې د کورنيو چارو وزارت پېژندوال پاسوال نعمت الله حيدري خبريالانو ته وويل، چې تغيير او تبديل په نظام کې يو اصل دی او د چارو د ښه ترسره کېدو لپاره ترسره کېږي.

د هغه په خبره، نوی امنيه قوماندان په خپلو دندو کې تر دې مهاله بريالی دی او په وينا يې چې تر ټولو مهمه ځانګړنه يې وطندوستي ده.

هغه زياته کړه، چې نږدې ورځو کې به د سمونوال اجمل فايز د معرفي کېدو په تړاو د ولسمشرۍ ماڼۍ رسمي مکتوب هم بلخ ته راشي؛ خو دمګړۍ نوموړی د کورنيو چارو وزارت په لارښوونه د سرپرست په توګه معرفي کېږي.

د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر وويل، چې پوليس د قانون د تطبيق مسووليت لري او هيله يې وښوده، چې نوی امنيه قوماندان به دغه چاره په ښه توګه ترسره کړي.

رهګذر ټينګار وکړ چې خلک بايد له خپلو امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړي.

نوموړي د بلخ نوي امنيه قوماندان ته سپارښتنه وکړه، چې د حرفوي غلو، قاتلينو او جنايتکارانو پر وړاندې جدي ګامونه واخلي. 

هغه همدا راز وويل، چې بلخ ولايت مقام به په ټول توان د نوي امنيه قوماندان له هڅو ملاتړ وکړي او تر شا به يې ودرېږي.

د بلخ والي د دفاع او کورنيو چارو له وزيرانو هم مننه وکړه، چې د بلخ امنيه قوماندانۍ پر سر راپورته شوی جنجال يې په سوله ييز ډول حل کړ.

رهګذر وويل: (( زه په بلخ کې د ولسمشر غني استازی يم او هېڅ وخت به د هغه له خوا راباندې شوی اعتماد او باور هېر نه کړم)).

هغه له امنيتي ځواکونو هم مننه وکړه، چې شپه او ورځ د امنيت د ښه کېدو لپاره قرباني ورکوي.

په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازی ګلرحمان همدرد وايي، چې پوليس بايد له ټولو سياسي او حزبي مسايلو لرې وساتل شي.

هغه پژواک سره خبرو کې نيوکه وکړه، چې د بلخ امنيه قوماندان په بدلولو کې د قانون پر ځای د اشخاصو نظرياتو ته ډېر ارزښت ورکړل شوی دی.

همدرد له نوي امنيه قوماندان څخه غوښتنه وکړه، چې د نا مسووله وسله والو پر ضد جدي ګامونه واخلي.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ سرپرست سمونوال اجمل فايز هم د حکومت له رهبرۍ څخه مننه وکړه، چې پر ده يې اعتماد وکړ او د بلخ د امنيه قوماندانۍ مسووليت ته يې ور وسپاره.

هغه وويل، چې د نا مسووله وسله والو او جنايتکارانو پر ضد مبارزه او د امنيت بهبود يې په کاري لومړيتوبونو کې دی.

فايز دا هم وويل چې د قانون د عملي کېدو لپاره به هڅې کوي او په دې برخه کې به هېڅ ډول مراعات نه کوي.

د بلخ سرپرست امنيه قوماندان وايي، چې ټوله هڅه به يې دا وي؛ څو په بلخ کې د پوليسو رنګ او نوم لوړ کړي.

نوموړي وويل د پوليسو هغه منسوبين چې په فساد کې ښکېل وي او يا هم له جنايتکارانو سره اړيکې لري، تر سخت قانوني فشار او جزا لاندې به ونيول شي.

له دې سره د بلخ پخواني والي عطامحمد نور هم په خپله رسمي فيسبوک پاڼه کې اعلاميه خپره کړې او د بلخ د نوي امنيه قوماندان له ټاکل کېدو يې ملاتړ کړی دی.

نور د کورنيو چارو او وفاع وزيرانو څخه هم مننه کړې، چې د بلخ امنيه قوماندانۍ پر سر راپورته شوی جنجال حل کولو کې يې مرسته کړې.

د يادونې ده، چې د بلخ د امنيه قوماندان پر سر د ارګ او عطاء محمد نور ترمنځ ناندرۍ روانې وې چې تېره مياشت د کورنيو چارو وزارت له خوا ټاکل شوى، امنيه قوماندان د عطاء محمد نور له  مخالفت سره سره دا منيتي ځواکونو په بدرګه معرفي شو.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.