کابل (پژواک، ٣١ ورى ٩٨) د بېلا بېلو ولايتونو ځايي مسوولين وايي چې د ځمکنيو او هوايي عملياتو پر مهال لسګونو کورنيو او بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال وايي چې بهرنيو ځواکونو تېره شپه ددغه ولايت د نوبهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې هوايي بريدونه کړي، چې له امله يې د يو شمېر بهرنيو وسله و الو په ګډون ٢٤ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې، په دغو عملياتو کې يو رېنجر او هاموې نظامي موټر چې د وسله والو له خوا نيول شوي وو، هم له منځه وړل شوي دي.
بلخوا په سوېل کې د ٢٠٥ اتل قول اردو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اروزګان ولايت مرکز ترينکوټ اړونده سيمو په عملياتو کې ٢٥ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ په افغانیه سیمه کې امنيتي ځواکونو عملیات پيل کړي چې په ترڅ کې يې څلورو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې او درې د ملي اردو سرتېري ټپيان شوي دي.
د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق کوهستاني پژواک ته وويل چې په دغو عملياتو کې يو وسله وال وژل شوی او درې تنه نور ټپیان دي .
وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن