کابل(پژواک، ۶ غويى ۹۸): ولسمشر غني کودتاچيانو ته د اجازې نه ورکولو ترڅنګ وويل چې د ولسمشرۍ تر ټاکنو به چا ته له ملت سره د جفا اجازه ور نه کړي.
دغه څرګندونې ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ولسي جرګې نویو استازو ته په خپله ویناکې د ملي شورا د اوولسمې تقنيني دورې د پرانیستې پرمهال وکړې.
په پیل کې د ولسي جرګې موقت ريیس عطامحمد دهقانپور د وکیلانو په استازیتوب خبرې وکړې .
هغه وویل، نن د افغانستان د خلکو پر وړاندې ژمنه کوو چې را سپارل شوې دندې یانې قانونګذاري، د حکومت پر کړنو څارنه او د خلکو استازیتوب په ښه توګه ترسره کوو، تر څو د هغوی د ارزښتناک باور وړ وګرځو او د دولت د درې ګونو قواوو تر منځ د ګډې همکارۍ فضا رامنځته کړو.
هغه زیاته کړه :(( موږ ځان مکلف ګڼو چې له دوه نورو قواوو سره په تعامل د خپلو خلکو په خدمت کې واوسو، د ملي ګټو او مصالحو پر مبنا خپل مسوولیتونه ترسره او خپل واکونه د اساسي قانون مطابق اعمال کړو.))
ورپسې ولسمشر غني د ملي شورا د شپاړسمې دورې د وژل شويو استازو په حق کې د مغفرت دعا ترڅنګ د ولسي جرګې نویو استازو ته د نویو مسوولیتونو مبارکي وویله او هغوی ته یې د بریا هیله وکړه. همدارنګه یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو روح ته چې د ټاکنو د امنیت د تامین په خاطر یې ځانونه قرباني کړل، دعا وکړه او هغوی یې د ولسواکۍ ساتندویان وبلل.
غني وویل، نن د ملت په کور کې د ځوانو وکیلانو پراخ حضور د نوي افغانستان زېری له ځان سره لري. که څه هم زموږ د نظامي او ملکي ادارو لویه برخه ځوانان جوړوي، خو اوس لیدل کېږي چې زموږ د هېواد د ملي شورا اکثریت غړي هم د ولسواکۍ د عصر تعلیم یافته ځوانان دي.
د هېواد جمهورريیس د ټاکنیزو کمېسیونونو خپلواکي او د هغوی په چارو کې نه لاسوهنې ته په درناوي څرګنده کړه، حکومت د هغو بنسټونو استقلالیت ته چې اساسي قانون ورکړی، بشپړ درناوی لري او په چارو کې یې هیڅ ډول مداخله نه ده کړې.
هغه زیاته کړه، د کابل ولایت د استازو خالي ځای د منلو نه دی او باید دا خلا د ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان په خاطر د یو ضرب العجل په ټاکلو ډکه شي.
غني څرګنده کړه، قانون ګذاري، د خلکو استازیتوب او د حکومت څارنه کې د ولسي جرګې د رول په درک کولو سره تاسو ټولو دولتي اسنادو ته په لاسرسي لرلو سره کولای شئ ملي او محلي لومړیتوبونه تفکیک کړئ او له اجرائیه قوې سره په همدلۍ د حکومت پر کړنو څارنه له مغرضانه شکل څخه لرې او په ملي او هدفمنده پروسه بدله کړئ.
نوموړي زیاته کړه، د تېرو دورو اشتباهات باید تکرار نه شي.
محمد اشرف غني تحمیلي جنګ، د طالبانو او تروریستي ډلو د تمویل لپاره مستقیمه بهرنۍ مداخله په هېواد کې د جنګ عمده دلایل وبلل او ويې ویل، د دې ټولو ترڅنګ د ځواکونو په تعیناتو او ځای پرځای کولو کې د سلګونو سیاسي او غیر ملي سلیقو موجودیت د امنیتي او دفاعي تدابیرو د کمزورۍ او پڅوالي لامل وو. اصلاحات او تقویت مو پیل کړی. د اصلاحاتو او زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا پر وړاندې یې سلګونه خنډونه ایجاد کړل، خو ويې نه شو کولی چې هغه ودروي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن