لښکرګاه (پژواک، ١٩ غويی ۹۸): د هلمند ولايت د شمالي ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي وايي چې حکومت بايد هر څه ژر د دوی په سيمو کې د ا منيت ټينګښت په موخه عمليات ترسره کړي؛ ځکه له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
بل لور ته حکومتي مسوولين هم په دغو سيمو کې د عملياتو د ژر پيلېدو خبر ورکوي.
د هلمند د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکي قدرت الله د غويي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نا امنۍ له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.
هغه وايي: ((په لويو لارو کې طالبانو ماينونه ايښي دي، ډېر په سخته لښکرګاه ته ځو، له هغه ځايه خوراکي توکي او نور شيان راوړو.))
دغه راز د سنګين ولسوالۍ اوسېدونکي محمد اشرف پژواک ته وويل چې له څه مودې راهيسې د دوی په سيمه کې عمليات روان دي خو د سرتېرو له وژل کېدو پرته يې هېڅ ډول پرمختګ نه دى ليدلى.
نوموړي زیاته کړه: ((زموږ په ولسوالۍ کې هره ورځ جګړه روانه ده، د هوا له لارې بمباري کېږي، کورونه مو نړېږي او هره ورځ خلک په اندېښنو کې دي، جدي عمليات بايد وشي څو زموږ سيمې امن شي.))
همدارنګه د موسى کلا ولسوالۍ اوسېدونکي محمد انور پژواک ته وویل چې په سيمه کې يې نا امني ډېره ده، خلک په ازاده توګه ژوند نه شي کولاى.
دى وايي: ((مکتبونه نشته، کلينيک نشته دى، د بيا رغونې کارونه خو بېخي نه دي شوي، دلته هر څه د طالبانو په خوښه ترسره کېږي.))
نوموړى زياتوي چې د سولې خبرو اترو ته خوشبينه دى څو دوى هم وکولاى شي په ارامه فضا کې ژوند وکړي.
د يادو ولسواليو يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې هر څه ژر يې په سيمو کې چاڼيز عمليات ترسره کړي.
د اړوندې موضوع په اړه په لښکرګاه کې مدني فعال نظر محمد رودي پژواک ته وويل چې په ټول هلمند په ځانګړي ډول په شمالي ولسواليو کې یې امنيتي وضعيت د قناعت وړ نه دى.
د هغه په وينا، د شمالي ولسواليو ډېرې سيمې له څو کلونو راهيسې له طالبانو سره دي چې حکومت يې بايد پر وړاندې پراخ عمليات ترسره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن