ترينکوټ (پژواک، ٢٤ غويى ٩٨): په سوېل کې د ٢٠٥ اتل قول اردو وايي چې په اروزګان، کندهار او زابل ولايتونو کې د عملياتو پر مهال لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستيال وياند احمد صادق عسی وايي چې د اروزګان د چورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو د ځپلو په موخه يې عمليات ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه، دا عمليات وروسته له هغه ترسره شول چې وسله والو مخالفينو پر امنيتي ځواکونو بريدونه کړي وو.
د نوموړي په وينا، په دغو عملياتو کې ٢٦ و سله وال طالبان وژل شوي او ٣٦ نور ټپيان دي.
بلخوا د ٢٠٥ اتل قول اردو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې کومانډو ځواکونو د کندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ په مانده سيمه کې عمليات کړي، ١١ وسله والو طالبان يې وژلي او درې يې وژلي دي.
سرچينې دغه راز ويلي چې په زابل ولايت کې هم د عملياتو پر مهال دوه تنه وسله وال وژل شوي او يو موټر يې له منځه وړل شوى دى.
وسله والو طالبانو د دغو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي، خو دوى هم د سوېل په يو شمېر ولايتونو کې د ګڼ شمېر دولتي سرتېرو د وژلو خبر ورکړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن