کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۹۸): د عامې روغتيا وزارت وايي، راپورونه ښيي چې د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې او یو درې میاشتنی ماشوم فلج شوی دی.
د عامې روغتيا وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پېښې په ثبتېدو سره روان ۲۰۱۹ زېږدیز کال په هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر اتو ته ورسېد او دا لومړۍ پېښه ده چې په روان کال کې په ختيځه حوزه کې رامنځته کېږي.
سرچينه ليکي، له دې مخکې اووه نورې پېښې د هېواد په سوېلي حوزه کې ثبت شوې وې.
په خبرپاڼه کې راغلي: "د پولیو یوه مثبته پېښه د کونړ ولایت له وټه پور ولسوالۍ څخه راپور شوه چې له بده مرغه یو ۳ میاشتنی هلک يې د تل لپاره فلج کړ."
سرچينه ليکې، په وټه پور ولسوالۍ کې ګڼې سیمې د پولیو واکسین له کمپانونو پاتې وې او شاوخوا ۸۵ سلنه ماشومان (د ۹۸۲۱ ماشومانو له ډلې ۸۵۰۰) په تېر کمپاین کې چې د اپرېل په میاشت کې پلی شو، واکسين شوي نه وو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سیمه د ۲۰۱۸ کال له اګست میاشتې را په دېخوا د داعش تر کنټرول لاندې ده او مخکې له دې طالبانو پر دې سیمه واکمني لرله.
د عامې ورغتیا وزیر ډاکتر فیروزالدین فیروز په دې اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د پولیو د واکسین پر وړاندې ناامني او په دې برخه کې د عامه پوهاوي کموالی دوه عمده ستونزې دي چې ډېری ماشومان له واکسینه پاتې کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن