ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

المان په افغانستان کې د سولې ټينګښت لپاره هڅې کوي

المان په افغانستان کې د سولې ټينګښت لپاره هڅې کوي

author avatar
12 Jun 2019 - 16:29
المان په افغانستان کې د سولې ټينګښت لپاره هڅې کوي
author avatar
12 Jun 2019 - 16:29

کابل (پژواک، ۲٢ غبرګولی ۹۸): المان د افغان حکومت په غوښتنه د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته کوي او په کابل کې شارژدافېر به یې د قطر په ګډون د سيمې ځينو هېوادونو ته سفرونه ولري.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ادريس زمان نن په کابل کې د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي مارکس پوتزیل (Markus Potzel) سره په ګډه غونډه کې چې “د سولې په پروسه کې د ښځو رول” تر عنوان لاندې جوړه شوې وه، وويل چې په افغانستان کې د سولې پروسې د ټينګښت په موخه چټکې هڅې پيل شوې دي.

هغه وايي چې د امريکا متحده ايالتونو او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې خبرو شپږم پړاو د تمې خلاف د پام وړ پرمختګ نه درلود.

خو دى زياتوي چې د اووم پړاو خبرو په ترسره کېدو سره به “دوست هېوادونه” د سولې بين الافغاني او د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو په برخه کې خپل رول ادا کړي.

هغه زياته کړه: “د دوست هېواد المان رول ته د قدر په سترګو ګورو، سيمې او افغانستان ته د پوتزل سفر هم په همدې چوکاټ کې دى.”

دی وايي: “زموږ ټولو موخه دا ده چې د ولسمشر له هدايت سره سم د سولې په تړاو سيمه ييزه او نړيواله اجماع رامنځته شي، په دې برخه کې زموږ نږدې همکار اروپايي ټولنه هم ده، هغوی د افغانستان له دې ليدلوري ملاتړ کړی چې د سولې خبرې د افغانانو تر مشرتابه لاندې وشي او تېرو دوو لسيزو لاسته راوړنې په ځانګړي ډول د ښځو حقونه وساتل شي.”

ده  وويل چې المان  د افغانستان په غوښتنه په پام کې لري چې د افغانستان د سولې په پروسه کې داسې رول ولري چې د دې پروسې منځپانګه لا پياوړې کړي.

دى وايي، په پام کې ده چې په همدې موخه په کابل کې د المان سفارت شارژدافير د قطر په ګډون د سيمې ځينو هېوادونو ته سفر ولري.

دی وايي: “د سولې خبرو  پر مهال د ښځو رول يو حياتي عنصر دی او د سولې تر راتګ وروسته هم، زموږ سره کرښه زموږ اساسي قانون دی او بايد د ښځو حقونه وساتل شي.”

  د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي په دې ناسته کې وويل: “زموږ غوښتنه په افغانستان کې د سولې ټينګښت او د جګړې پای ته رسېدل دي، دا يو ښه فرصت دى چې بايد په افغانستان کې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي، موږ په داسې شرايطو کې چې مناسب وي، د خپلو سرتېرو د وتلو لپاره ژمن يو.”

دی زياتوي، د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه غواړي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د  دوو لسيزو لاسته راوړنې وساتل شي.

ټاکل شوې وه چې شاوخوا دوې مياشتې مخکې په قطر کې د افغان سياسيونو، ځينو حکومتي چارواکو او طالب استازو په ګډون د سولې لپاره يوه غونډه جوړه شي، خو د ګډونوالو د نوملړ پر سر د اختلاف له امله دغه ناسته جوړه نه شوه.

پوتزل همدې ناستې په اشاره وويل: “[دغه ناسته] بريالۍ نه وه، خليلزاد موږ ته مراجعه وکړه څو اروپايي هېوادونه مرسته وکړي، خليلزاد له طالبانو سره په شپږ پړاوه خبرو کې پايلې ته ونه رسېد، هغه بيا هم ځي دوحې ته او له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکوي.”

دی وايي، المان غواړي په دې پروسه کې له امريکايي هڅو سره همکاري وکړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.