ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني : خوشې شوي بنديان به دسولې سفيران شي

ولسمشر غني : خوشې شوي بنديان به دسولې سفيران شي

author avatar
13 Jun 2019 - 13:40
ولسمشر غني : خوشې شوي بنديان به دسولې سفيران شي
author avatar
13 Jun 2019 - 13:40

 

کابل (پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٨) : ولسمشر اشرف غني وايي چې  د علماوو او سولې مشورتي لويې جرګې په غوښتنه يې طالب بنديان خوشې کړي او هيله يې څرګنده کړه چې هغوى به د سولې سفيران شي او بيا به جګړې ته ونه ګرځي.

 

له ارګ څخه د غبرګولي په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني نن سهار د افغانستان د علماوو سراسري شورا ريیس او غړو  سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې چې په سلام خانې ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې مولوي محمد نورپادشاه صاحبزاده د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د وروستیو پېښو د قربانيانو روح او دغه راز په هېواد کې د دایمي سولې او ثبات د ټینګښت او جګړې د ختمېدو دعا وکړه.

مولوي صاحبزاده علماوو ته د پاملرنې او د هېواد د پرمختګ او ترقۍ په برخه کې د ولسمشر برنامې وستایلې او ويې ویل، په هېواد کې روانه جګړه داخلي او بهرني ابعاد لري او د دغې جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع د ایجاد په برخه کې د ولسمشر غني د هڅو ملاتړ وکړ.

نوموړي د علماوو شورا د پرېکړه لیک پر استناد له افغانانو وغوښتل چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي، دغه راز یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل چې د ټاکنو ملي پروسه په شفاف ډول ترسره کړي.

مولوي محمد نورپادشاه صاحبزاده وویل، د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو چې د ملي نوامیسو او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره هلې ځلې کوي، ملاتړ کوي او د دې ځواکونو قرباني ستایي.

وروسته شیخ عبدالله افضلي وويل،  دا اړتیا ایجابېږي چې د افغانستان حکومت او خلک له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه قاطع، قوي او هراړخیز ملاتړ وکړي.

هغه زیاته کړه : ((  د دې ویجاړونکې جګړې حل لاره، جګړه نه ده، موږ ټول باید پر یوه مېز راټول او دغه بدمرغه جګړه پای ته ورسوو. په هېواد کې د سولې د برقرارۍ په خاطر نړیواله او سیمه ییزه اجماع ممده واقع کېږي او سوله باید د افغانستان د حکومت په محوریت کې وشي.))

نوموړي د علماوو د امنیت د ټینګښت، د کورنیو تولیداتو او د هېواد د کروندګرو د محصولاتو د ملاتړ او د فراه ولایت د کروندګرو د محصولاتو د نه خرڅلاو ستونزې د حل غوښتنه وکړه او له هېوادوالو یې وغوښتل چې کورني تولیدات او محصولات مصرف کړي.

ولسمشر غني د یادو ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته علمای کرامو ته د ښه راغلاست او د دوی د طاعاتو او عباداتو د قبولۍ ترڅنګ دوی ته په ننګرهار ولایت کې د مولوي صفي الله  او د ایت الله محقق کابلي د مړینې په خاطر د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل.

هغه وویل، ټاکل شوې نن د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په غونډه کې د ګډون په موخه قرغیزستان ته ولاړ شي او د دې سازمان د غړو هېوادونو له رهبرانو سره پر دوه اړخیزو اړیکو او د سولې لپاره پر سیمه ییزې اجماع خبرې وکړې.

ولسمشر غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې د دیني علماوو برحقه دریځ وستایه او ويې ویل : ((  موږ جنګ نه غواړو او تل مو د سولې غږ پورته کړی، د دې وینې تویولو مسوولیت د هغو کسانو پر غاړه دی چې د سولې، د علماوو د اجماع او د حرمین شریفین د خطبو برحق غږونه نه مني.))

هغه زياته کړه : (( موږ سولې او خلکو ته د خدمت په برخه کې شاتګ نه کوو او د بندیانو د خلاصون په اړه مو ستاسو او د سولې مشورتي لویې جرګې غوښتنه ومنله، اکثریت خوشې شوي بندیان به د سولې سفیران شي او بیا به جنګ ته ونه ګرځي. ))

ولسمشر له علماو و غوښتل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د شفافو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره خپل غږ ورسوي او زیاته یې کړه، د فراه ولایت د کرنیزو محصولاتو ستونزې په اړه يې ملي تدارکاتو ادارې ته دنده سپارلې چې د دغه ولایت تولیدات د کندهار ولایت  ۲۰۵ اتل، د هلمند ولایت ۲۱۵ میوند او د هرات ولایت ۲۰۷ ظفر قول اردوګانو ته وپېري.

هغه د خپلو خبرو په پای کې د فقر پر له منځه وړلو، د ارشاد حج او اوقاف وزارت علماوو ته پر زیاتې پاملرنې او په ټول هېواد کې د جوماتونو پر بیارغونې او جوړولو او د اوبو پر مدیریت ټینګار وکړ.

نوموړي زياته کړه، د حضرت امام اعظم (رح) د شخصیت او کارنامو د نمانځنې قریب الوقوع کنفرانس لومړی ورځ به د لویې جرګې په خېمه او دویم ورځ به یې په ارګ کې جوړ شي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.