جلال اباد (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۹۸): د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وايي چې سږکال د دغه ولايت د ۱۱ ولسواليو پر ۲۶زره هکتاره ځمکه هندواڼې کرل شوي چې له سل زره مټريک ټُنه د ډېرو حاصلاتو راټولولو اټکل يې شوی دی.
کروندګر بيا وايي، سږکال هندواڼو د تېر کال په پرتله ښه حاصلات کړي؛ خو د حاصلاتو لپاره د بازار موندنې برخه کې هېڅ اسانتياوې نه دي برابرې شوي.
د دوی په وينا، په کرونده کې سوداګر يو من هندواڼه په ۵۰ کلدارې ترې اخلي چې د دوی مصرف شوې پيسې او د مزدورانو پيسې هم نه پوره کوي.
د زرعالم په نوم يو کروندګر چې د بټي کوټ ولسوالۍ پر دولتي ځمکو يې په قراردادي شکل هندواڼې کرلي وايي، حاصلات يې ډېر ښه دي؛ خو د حاصلاتو بازار يې ډېر کمزوری دی.
هغه له حکومته وغوښتل چې د ننګرهار او ټول هېواد کرنيزو حاصلاتو ته د بازار موندنې برخه کې کار وکړي.
د مومندرې ولسوالۍ د ګردي غوث اوسېدونکی صفي الله وايي، حکومت پرې کوکنار بند کړل او د بديلو حاصلاتو د کرلو خبره يې ورته وکړه؛ خو اوس چې هندواڼې او نور فصلونه کري، د خرڅلاو لپاره يې هېڅ غم نه خوړل کېږي.
د زرشاد په نوم يو بل کروندګر پژواک ته وويل: ((دلته سوداګرله موږ نه من( اووه کيلو) هندواڼه په ۵۰ کلدارې اخلي، دا پيسې زموږ خپل مصرف هم نه پوره کوي. وايي، کوکنار مه کرئ؛ نو چې کوکنار نه کرو د نورو حاصلاتو لپاره خو بازار پيدا کړئ.))
په همدې حال کې د بټي کوټ ولسوال عبدالوهاب مومند وايي، پخوا د دغې ولسوالۍ سلګونه جريبه دولتي ځمکه د وسله والو طالبانو په ولکه کې وه چې ډېر کله به په کې کوکنار کرل کېده او له همدې پيسو به يې خپل وسله وال حمايه کول.
دی زياتوي، اوس د بټي کوټ په درېيو فارمونو کې په زياته پيمانه هندواڼې کرل شوي چې ښه حاصل يې کړي؛ خو دی هم د بازار د نه موجوديت ستونزه يادوي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس ذبيح الله حسن زي پژواک ته وويل، سږکال د دغه ولايت د ۱۱ ولسواليو په ۲۶زره هکتاره ځمکه هندواڼې کرل شوې دي.
دی وايي، تېرکال په ۲۴زره هکتاره ځمکو هندواڼې کرل شوې وې، چې د ۹۹زره مټريک ټُنه په شاوخوا کې حاصل يې کړی و او سږکال اټکل دی چې له سلو زرو مټريک ټُنه ډېر حاصل به وکړي.
دی د کروندګرو دا شکايتونه چې حاصلات يې بازار نه لري پرځای ګڼي او وايي، د کرنې وزارت د اقتصاد له وزارت سره په ګډه د افغان کروندګرو د ټولو حاصلاتو لپاره د بازار موندنې په يوې منظمې برنامې کار کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن