کابل (پژواک، ٢٨غبرګولی ٩٨): د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د برازیل په دویم ستر ښار «ریو» کې په یوه نړیواله سیالۍ کې (د کوچنیو او منځنیو سوداګریو او تشبثاتو د پرمختګ) په برخه کې لومړۍ مقام وګاټه.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې نن په خپلې فسبوک پاڼه کې لیکلي، دې خونې د روان میلادي کال د جون میاشتې له ۱۲مې تر ۱۴مې د برازیل په ریو ښار کې د نړیوالو خونو په سیالۍ کې ګډون درلود.
سرچینې لیکلي، د افغان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه توانېدلې چې په دې سیالیو کې د پرله پسې کړنو او بریالیتوبونو په ترسره کولو د «د کوچنیو او منځنیو سوداګریو او تشبثاتو» په برخه کې لومړۍ مقام خپل کړي.
د افغان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه یاد بریاليتوب د افغانانو لپاره ستره لاسته راوړنه ګڼلې او د افغانستان خلکو ته یې مبارکي ویلې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن