غزني ښار (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٨): د غزني امنيتي مسوولين وايي، دوو کسانو چې غوښتل يې د سلطان محمود غزنوي په زيارت کې ماين ځاى پر ځاى کړي، چاودنه پرې شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی او بل ټپي دی.
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن احمد خان سيرت د چنګاښ په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار دوو کسانو غوښتل چې د روضې په سيمه کې د سلطان محمود غزنوي په زيارت کې ماين ځاى پر ځاى کړي.
د هغه په وينا، دغه ماين پر يادو کسانو چاودلى چې يو يې وژل شوى او بل ټپي شوى دى.
ده زياته کړه چې په همدې سيمه کې يو بل ماين د پوليسو له لوري کشف او شنډ شوى دى.
دغه راز د روضې سيمې اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل چې نن سهار د سلطان محمود عزنوي زيارت په دروازه کې چاودنه شوې ده.
هغه وايي: ((له چاودنې وروسته پوليس سيمې ته راغلل، دوه جسدونه يې له ځان سره انتقال کړل.))
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند دا هم وويل چې تېره ورځ په اندړو ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو خپل ماين چاودنه کړې چې په ترڅ کې یې پنځه طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، څه موده وړاندې د غزني ښار شمس العارفين زيارت پر بمونو والوځول شو چې بيا يي مسووليت د داعش ډلې پر غاړه واخيست.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن