اسعداباد(پژواک، ٤ چنګاښ ٩٨): د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت د کونړ سيند پر غاړو د استنادي دېوالونو جوړولو کار پيل کړ.
د کليو پراختيا وزير مجيب الرحمن کريمي د غبرګولي په ٢٨مه د دغې پروژې د تړون د لاسليک پر مهال وويل په پام کې ده چې د کونړ سيند پر غاړو د څه باندې يو ميليارد افغانيو په لګښت ٤٠ کيلومتره استنادي دېوال جوړ شي چې ورسره به ٣٦٠٠ هکتاره شاړه مځکه په کرنيزه مځکه بدله شي.
خو هغه وويل چې د ننني تړون له مخې به د شاوخوا ٢٩٠ ميليونه افغانيو په لګښت د اوس لپاره لس کيلومتره استنادي دېوال جوړ شي او پاتې نور به يې راتلونکې کال جوړ کړل شي.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وايي چې د ياد ٤٠ کيلومتره دېوال په جوړېدو سره به د دغه ولایت سرکاڼو، نرنګ، خاص کونړ، څوکۍ او نورګل ولسوالیو کې پنځه زره دوه سوه هکتاره ځمکه اوپه سلګونه د استوګنې کورنه د اوبو له ګواښه خلاص شي.
دی زياتوي، حکومت د کونړ سیند د مهاریدو او پرې د برېښنا کوټونو د جوړیدو لپاره اقدامات پېل کړي او د مرکز اسعداباد څخه د نورګل ولسوالۍ پورې د سیند دواړه خواوې مهار کړي.
د کلیوپراختیا اوبیا رغونې وزیر مجیب الرحمن کریمي وايي دغه ديوالونه به د ولس د لس سلنې ونډې له لرلو سره په دوو پړاونو کې بشپړ شي.
دی زياتوي، دغه پروژه د دولت د بودیجې څخه چې یو میلیارد افغانۍ دي جوړیږي او شاوخوا کسانو ته به کاري زمينه برابره شي.
کریمي زیاته کړه پدې پروژه کې به د لس څخه تر پنځلس زره پورې خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
د کونړ ولایتي شورا منشي جمالدین سیار له حکومتي چارواکو غوښتل چې دغه پروژه په بشپړ ډول پلي کړي.
د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اوسیدونکي خان باچا وايی چې د دې دېوالونو په جوړېدو سره به کرنیزې ځمکې او کورونه يې د سیند د ګواښ څخه خلاصې شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن