ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر په کندهار کې د لمريزې برېښنا دوه پروژې پرانيستې

ولسمشر په کندهار کې د لمريزې برېښنا دوه پروژې پرانيستې

author avatar
3 Jul 2019 - 15:40
ولسمشر په کندهار کې د لمريزې برېښنا دوه پروژې پرانيستې
author avatar
3 Jul 2019 - 15:40

کندهار (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۹۸): ولسمشر اشرف غني کندهار ولايت ته د سفر پر مهال د برېښنا د دوو لويو پروژو پرانيسته وکړه چې هره یوه یې ۱۵ مېګاواټه برېښنا تولیدوي.

د دې پروژې د پنځلس مېګاواټه د نصبولو چارې زولارستان او د ۱۵ مېګاواټه نورې برېښنا د نصب چارې ۷۷ ترکي کمپنۍ ته سپارل شوې وې.

د دې ۳۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې ټول لګښت ۳۹ میلیونه امریکايي ډالر دی چې ۱۴ میلیونه یې د افغانستان د دولت له خوا د سب سایډي په توګه ورکول کېږي خو پاتې پیسې د زولارستان او ۷۷ ترکي کمپنیو له خوا ورکول کېږي.

ولسمشر د دې پروژې د پرانیستلو پر مهال وویل چې دغه برېښنا به د کندهار ښاریانو ستونزه تر یوه حده هواره کړي خو د دغه ولایت لپاره د لا ډېرې برېښنا چمتو کولو هڅې روانې دي.

هغه د لمریزې برېښنا دغه پروژه له خپلو منابعو د برېښنا د تولید په برخه کې یو نوی فصل وګاڼه او ویې ویل، د هېواد په کچه به په زرګونو مېګاواټه برېښنا له لمر او باد څخه چمتو کړو.

ولسمشر که څه هم وویل چې کندهار په اوسنیو شرایطو کې ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري خو ده وویل د کندهار د کرنې، صنعت او معدنیاتو د استخراج د ودې لپاره د برېښنا اړتیا زر او دوه زره مېګاواټو ته رسېږي.

له دې وروسته به ولسمشر په کندهار ښار کې نوی جوړ شوی ۳۵۰ بستریز روغتون هم پرانیزي.

ټاکل شوې ده ولسمشر نن او سبا په کندهار کې پاتې شي چې د دغه ولایت له ملکي او نظامي چارواکو، قومي مخورو، صنعتکارانو، دیني عالمانو، مېرمنو او ځوانانو سره به جلا جلا کتنې او بحثونه ولري.

نن سهار ولسمشر اشرف غني د یو شمېر وزیرانو او ولسي جرګې د وکیلانو په ملتیا کندهار ته سفر وکړ او دغلته یې یو شمېر ټولګټې پروژې پرانیستې.

ولسمشر کندهار له را رسېدو سمدستي وروسته په هغو مراسمو کې ګډون وکړ چې د کندهار نړیوال هوايي ډګر د نوم بدلولو لپاره جوړ شوي وو.

لومړی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین پوهاند رسول باوري خبرې وکړې او ویې ویل چې کندهار نړیوال هوايي ډګر د وزیرانو شورا په وړاندیز او د ولسمشر په حکم د لوی امپراطور احمد شاه بابا په نوم نومول شوی دی.

ولسمشر وویل، د ویاړ ځای دی چې کندهار هوايي ډګر د هغه نړیوال شخصیت په نوم نومول کېږي چې د سیاست او جګړې د ډګر اتل و او افغانستان یې پر پښو ودراوه، هغه چې په هېواد کې دننه یې وینه نه تویوله او مسایل یې د سیاست پر بنسټ حلول.

هغه زیاته کړه، اوس چې دغه هوايي ډګر د دغسې یوه شخص په نوم ونومول شو، دوه او درې برابره پانګونه به ورباندې وشي.

د ده په خبره، دغه هوايي ډګر به د سیمې د وصل ټکی وي او د کندهار او نورو ولایتونو تولیدات او کرنیز محصولات به له دې لارې خلیجي او اروپايي هېوادونو ته صادرېږي.

له دې وروسته ولسمشر له کندهار ښاره تر هوايي ډګر پورې غځېدلی ١٦،٥ کیلومتره سړک پرانیست چې د جنرال عبدالرازق په نوم نومول شوی دی.

د ټولګټو چارو وزیر یما یاري وویل، له کندهار ښاره تر کندهار هوايي ډګر پورې د غځېدلي سړک پر جوړولو ۲،۸ میلیارده افغانۍ لګښت راغلی دی.

هغه زیاته کړه، دغه سړک په نړیوال سټنډرډ جوړ شوی او د تګ راتګ ۶ کرښې لري چې عرض یې ۷۰ مترو ته رسېږي.

د ده په خبره، د دغه سړک جوړول ډېر مهم و؛ ځکه په اوږدو کې یې دولتي ادارې، صنعتي پارک او

سوداګریزې ساحې پرتې دي.

ولسمشر د دغه سړک د پرانیستې پر مهال وویل، د کندهار د خلکو هغه ژمنه یې پوره کړه چې غوښتنه یې کړې وه دغه سړک دې د جنرال عبدالرازق په نوم شي.

ولسمشر زیاته کړه چې له دغه سړک سره په کندهار کې یو اقتصادي بدلون تړلی وباله.

هغه له کندهار ښاروالۍ، ښارجوړونې وزارت او سیمه ییزو ارګانونو له ادارې وغوښتل چې د دغه سړک په دواړو غاړو کې دې د یوه پرمختیايي زون لپاره پلان جوړ او عملي کړي.

نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې د کندهار ښار د بیارغونې لپاره له هغه شرکت سره خبرې روانې دي چې د کابل ښار د بیارغونې چارې یې پر غاړه دي.

ده وویل، غواړي کندهار ښار یو ځل بیا په اشرف البلاد بدل کړي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.