غزني ښار (پژواک، ١٦ چنګاښ ٩٨): په غزني ښار او د دغه ولایت په زنخان ولسوالۍ کې د ٣٣ ميليونه افغانيو په لګښت د ښوونځيو جوړولو چارې پيل شوې، بلخوا بیا د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې يوه روغتيايي مرکز ته ارتقا ورکړل شوه.
د غزني زنخان او ناوې ولسوالۍ له تېرو څو کلونو راهيسې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د چنګاښ په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ٢١ ميليونه افغانيو په لګښت د زنخان ولسوالۍ په خالد کوتل سيمه کې د يوه ښوونځي د جوړېدو چارې پيل شوې.
هغه وايي چې دغه ښوونځى به ١٤ تدريسې ټولګي، اداري خونې، د څښاک اوبه، تشنابونه او نور ملحقات ولري.
ده زياته کړه: ((په دغه مکتب به اووه سوه شاګردان درس وايي خو له دې مخکې به لمر او باران ته ناست وو.))
دغه راز نوري وويل چې دويم ښوونځى د غزني ښار په اميرمحمد خان کلا کې د ١٢ ميليونه افغانيو په لګښت جوړېږي.
نوموړي زياته کړه چې دغه ښوونځى د نجونو لپاره جوړېږي او اته سوه زده کوونکې به په کې زده کړې کوي.
بلخوا د غزني د پوهنې رييس محب الله انصار پژواک ته وويل، په پام کې ده چې د روان کال په اوږدو کې په دغه ولايت کې ١١٣ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي.
همدارنګه د يو بل خبر له مخې، د غزني د والي وياند وايي چې د دغه ولايت په ناوې ولسوالۍ کې يوه روغتيايي مرکز ته ارتقا ورکړل شوه.
هغه وايي چې په دغه مرکز کې د سراپا خدمتونو تر څنګ د جراحۍ، نسايي ولادي، بېړنۍ او د راډيولوژي څانګې هم فعالې شوې.
نوري زياتوي چې د ياد روغتون د نوو منظور شوو تشکيلاتو د استخدام او ورته د اړينو وسايلو د برابرولو چارې هم روانې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن