ښرنه(پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٨): د پکتيکا روغتيايي مسوولين او اوسېدونکي وايي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د ماشومانو د نس ناستي ناروغۍ کچه په بې سارې ډول لوړه شوې چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.
د اړوندې موضوع په اړه د مرکز ښرنې د ملکي روغتون د ماشومانو د برخې متخصص ډاکټر غوث الدين دانش د چنګاښ په ٣١ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې هره ورځ له ٧٠ تر ٨٠ پورې په نس ناستي (اسهال) اخته ماشومان د درملنې په موخه دوى ته مراجعه کوي.
هغه وايي: ((دغه شمېره د تېرو کلونو او تېرو موسمونو په پرتله خورا ډېره ده او موږ کوښښ کوو چې هرڅه ژر د دغو ماشومانو درملنه وکړو.))
ډاکټر دانش زياتوي، که چيرې په نس ناستي اخته ماشومان په وخت روغتيايي مرکز ته ونه رسول شي، امکان لري چې خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې،په نس ناستي د ماشومانو د اخته کېدو لوى لاملونه د هواګرمېدل، د نظافت نه مراعتول او د نا پاکو اوبو، خوړو او ميوو استعمالول دي.
په ورته وخت کې د ښرنې په مرکزي روغتون کې د سيدولي په نوم يو کس پژواک ته وويل چې دوه ماشومان يې د نس ناستي په ناروغۍ اخته شوي دي.
دى وايي: ((دا څو ورځې کيږي چې ماشومان مې اسهال دي، په وخت مو ورته درملنه ونه کړه اوس يې بېخي وضعيت خراب دى.))
دغه راز د مرکز ښرنې د ملايانو کلي اوسېدونکي حاجي انور پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د ماشومانو د نس ناستي ناروغۍ کچه ډېره لوړه شوې ده.
ده زياته کړه:((کله چې روغتون ته ولاړ شې نو ټول ډاکټران د همدې ماشومانو په درملنه بوخت دي، کورنۍ او ډاکټران بايد د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي.))
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالهادي هاشمي پژواک ته وويل، دوى تر اوسه په دې اړه معلومات نه لري چې د ماشومانو د نس ناستي ناروغۍ کچه دې ډېره لوړه شوې وي.
هغه زياته کړه: ((که چيرې دغه ناروغي ډېره هم شي موږ په مرکز او ولسواليو کې د درملنې لپاره يې پوره چمتوالى لرو، دومره د تشويش وړ خبره نه ده.))
د يادونې ده چې په تېرو څو مياشتو کې د نس ناستي ناروغۍ د ډېروالي له امله کوم ماشوم په پکتيکا ولايت کې نه دى مړ شوى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن