غزني ښار (پژواک، ۲۱زمرى ٩٨): د غزني والي د ټاکنو خپلواک کمېسيون له دغه ولايت سره پر سليقوي چلند تورنوي او وايي، دغه کار د دې لامل شوی چې ګڼ خلک د نوم لیکنې له پروسې پاتې شي.
دغه څرګندونې د غزني والي وحيدالله کليمزي له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.
هغه وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد د غزني د ولسي جرګې ټاکنې د ولسمشرۍ له ټاکنو سره يوځاى ترسره کړي.
کليمزي وویل: ((غزني څه باندې درې ميليونه نفوس لري چې شپږ سوه زره يې د رايې ورکونې پر شرايطو برابر دي، خو د ټاکنو کمېسيون يواځې د سلو زرو کسانو نومليکنه کړې چې دا موږ ته د منلو نه ده.))
نوموړى وايي چې په دې اړه یې تر اوسه درې ځلې د ټاکنو کمېسيون ته مکتوبونه استولي خو مثبت ځواب يې نه دى ترلاسه کړى.
ده زياته کړه: ((د ټاکنو کمېسيون په زور غواړي چې د غزني خلک د ټاکنو له پروسې محروم کړي چې دا يوه ستره جفا ده.))
ده وړانديز وکړ چې د ټاکنو کمېسيون بايد يو ځل بيا لږ تر لږه د دوو مياشتو لپاره په دغه ولايت کې د نومليکنې پروسه پيل کړي.
خو بل لور ته د ټاکنو کمېسيون چارواکي د غزني د والي څرګندونې ردوي.
د دغه کمېسيون مرستيال وياند عبدالعزيز ابراهيمي پژواک ته وويل چې د ټاکنو کمېسيون له هېڅ ولايت سره سيلقوي چلند نه کوي او خپلې چارې په بې طرفۍ سره پر مخ وړي.
هغه وايي: ((موږ له تېرو ټاکنو څخه په تجربې اخيستو سره دا ځل پرېکړه وکړه چې د ولسمشرۍ ټاکنې يواځې ترسره کړو او کوم بل شى ورسره يو ځاى نه کړو.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په غزني کې څه باندې ٢٥٠زره کسانو نومليکنه کړې او که چېرې امنيت وضعيت يې ښه واى، نو دغه شمېره به ډېره لوړه وه.
د يادونې ده، په غزني کې د نا امنيو او ځينو نورو ستونزو له امله د ولسي جرګې ټاکنې نا معلومې نېټې ته وځنډول شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن