جلال اباد (پژواک، ۳۱ زمری ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وایي، د وسله والو طالبانو له لوري روزل شوی هغه ۱۳ کلن ماشوم يې نيولى چې شپږ امنيتي سرتېري يې وژلي دي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د زمري په ۳۱مه له امنيه قوماندان سره په يوه ګډه امنيتي خبري غونډه کې وويل، د امام الدین په نوم شاوخوا ۱۳ کلن ماشوم چې د خوست ولایت د ګلاندر سیمې اصلي اوسیدونکی دی، د وسله والو طالبانو له لوري له خانګړې روزنې وروسته په جلال اباد ښار کې د هدفي وژنو لپاره ګومارل شوى و.
هغه زياته کړه چې دغه هلک په بېلابېلو وختونو او سيمو کې شپږ امنيتي سرتېري په جلال اباد ښار کې وژلي دي.
والي وويل، ياد ماشوم د امنيې قوماندانۍ پولیسو له لوري نیول شوی او پر خپلو ټولو کړنو يې اعتراف هم کړی دی .
نیول شوي ماشوم چې بشري حقونو ته د درناوي له امله یې روښانه انځور رسنیو ته ونه ښودل شو، په خپلو خبرو کې اعتراف کړی چې له تېرو ۷ میاشتو راهیسې په جلال اباد ښار کې ترهګريز فعاليتونه يې کړي او شپږ سرتېري يې وژلي دي.
یاد ماشوم د امنیې قوماندانۍ د تروریزم پر ضد د مبارزې پولیسو له لورې په رسمي ډول د ماشومانو څآرنوالۍ ته ور پېژندل شوی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن