چاريکار(پژواک، د وږي لومړۍ نېټه، ٩٨): وسله والو غلو د پروان په مرکز کې د دغه ولايت پوليسو د څلورو افسرانو موټر درولى او دوه ميله کلاشينکوف يې ترې وړي دي.
د پروان د سېدخيلو ولسوال احمد لمر عثماني، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سيدخېلو ولسوالۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې امر، له ترهګرۍ سره د مبارزې امر او د بلوک دوه قوماندانان تېره شپه اته بجې د پروان له مرکز چاريکارو څخه سيدخېلو ته روان وو چې له وسله والو غلو سره مخ شول.
هغه زياتوي چې وسله والو غلو د يادو افسرانو لېږدونکى شخصي کرولا موټر د پروان د مرکز اړوند د سعدالله پله ته څېرمه درولى و او له يادو افسرانو يې دوه ميله کلاشينکوف اخستي او له ځان سره يي وړي دي.
د هغه په وينا، له جنايي جرمونو سره د مبارزې امر هغه مهال له غلو څخه په تېښته بريالى شوى و چې غلو نور افسران تلاشي کول.
دى وايي چې غلو درې نور افسران هم وروسته له هغه چې دوه ميله وسله يې ورڅخه اخستې وې، خوښي کړي دي.
د سيدخېلو ولسوال وايي، ياد افسران له دې امله چې له مقاومت پرته يې غلو ته وسلې ورکړي دي، تر څېړنو لاندې دي.
په سيدخېلو ولسوالۍ کې د نامسوولو وسله والو تر څنګ، وسله وال طالبان هم فعاليت لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن