کندزز(پژواک،۸ وږى ۹۸): د تخار ولايت سيمه ييزې سرچينې وايي چې نن سهار وسله والو طالبانو د چاه اب ولسوالۍ پر مرکز بريد کړى او جګړه په شدت سره جريان لري.
د چاه اب ولسوالۍ يوې سرچينې چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل چې وسله والو نن سهار پنځه بجې پر ولسوالۍ بريد وکړ.
د سرچينې په خبره، چې وسله والو د ولسوالۍ ودانۍ نيولې او سوځولې ده او اوس جګړه د ولسوالۍ د امنيه قوماندنۍ پر ودانۍ روانه ده .
د سرچينې د معلوماتو په اساس، چې د تخار له مرکز څخه چاه اب ته تازه دمي سرتېري رسېدلي او د دواړو لورو ترمنځ جګړه جريان لري.
سرچينې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ور نه کړل.
د تخار ولايت چارواکو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
وسله والو طالبان د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې د ولسوالۍ په ګډون يې ټولې پوستې نيولې دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې جګړه کې يې لسګونو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې او يوه زيات اندازه وسله او مهمات يې نيولي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن