ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ په ځینو ولایتونو کې خیالي لوبغالي پرانیستي او د ډېرو چارې نیمګړې پاتې دي

3 Sep 2019 - 11:53
3 Sep 2019 - 11:53

کابل (پژواک، ١٢ وږى ٩٨): له تېرو درېيو کلونو راهيسې د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په يو شمېر ولايتونو کې د کرکټ لوبغالو د بنسټ ډبرې اېښودل شوې، د ځينو بېخي کار نه دى پيل شوى او د ځينو نورو چارې بيا نيمګړې پاتې دي.

د کرکټ بورډ مسوولينو د دغو لوبغالو د بنسټ ډبرو اېښودو پر مهال ورته ځانګړې شوې بودجه او د يو کال او نيم کال په مودو کې يې د چارو بشپړېدو ژمنې هم کړې وې.

د ننګرهار د بهسودو کرکټ لوبغالى

د ننګرهار د بهسودو لوبغالى هم په یادو نیمګړو لوبغالو کې شامل دى چې د ٢٠١٧ کال د اپرېل په مياشت کې يې د بنسټ ډبره اېښودل شوې ده، خو د کار هېڅ نښې نښانې یې نه ليدل کېږي.

د دغه لوبغالي د بنسـټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار، د ننګرهار والي ګلاب منګل، د کرکت بورډ د هماغه مهال رييس عاطف مشعل او نورو چارواکو برخه اخيستې وه.

د کرکټ بورډ د وخت رييس عاطف مشعل ویلي وو چې پر دغه لوبغالي دوه نيم ميليونه ډالر لګښت راځي او په نړيوال معيار جوړېـږي. خو د دغه لوبغالي د بنسټ ډبرې له اېښودو دا دى دوه نيم کاله تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ کار پرې نه دى شوى.

د ختيځ زون کرکټ بورډ رييس ميوند مجاهد پژواک اژانس ته وويل چې پر ځمکه د حقوقي ستونزو له امله تر اوسه د بهسودو کرکټ لوبغالي کارونه نه دي پيل شوي.

نوموړى زياتوي، اوس يې تر ولسمشرۍ ماڼۍ دغه ستونزه رسولې او د ځمکې ستونزه د حل ګېدو په حال کې ده خو د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼى وايي چې کرکټ بورډ دغه لوبغالي ته هېڅ بودجه نه درلوده نو ځکه يې کارونه هم نه دي پيل شوي.

خوږياڼى وايي، د جلال اباد له ښاروالۍ او ولايت مقامه یې مرسته غوښتې ده خو دا چې کرکټ بورډ ويلي وو چې د دې برخې لپاره ځانګړې بودجه لري نو ځکه ورسره همکاري نه ده شوې.

د ننګرهار د کرکټ اکاډمي مشر هستي ګل عابد وايي، دا چې د غازي امان الله خان جوړ شوى لوبغالى له ښاره لرې دى، نو دوى کرکټ بورډ ته وړانديز وکړ چې د بهسودو له پله سره دې بل لوبغالى جوړ شي.

هغه پژواک ته وويل، د ولايت مقام ځمکه ورکړه او د بهسودو لوبغالي لپاره څه باندې اووه ميليونه ډالره لګښت اټکل شوى و، خو په لومړي پړاو کې درې ميليونه ډالره وو.

خو عابد وايي چې د ځينو ستونزو له امله لومړى کارونه وځنډول شول او بيا وروسته يې بودجه لوګر او پکتيا ته ولېږدول شوه.

د لغمان کرکټ لوبغالى

دغه راز د کرکټ بورډ ادارې له یوه ودانیز شرکت سره د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د يو معياري لوبغالي د جوړېدو تړون په ١٣٩٦ لمريز کال کې لاسلیک کړ.

د کرکټ بورډ د وخت مشر نسيم الله دانش ويلي وو، دغه لوبغالی به په ٣٩ جريبه ځمکه کې د بورډ په مالي امکاناتو په اتو مياشتو کې جوړ شي، خو اوس دا دى درې کاله تېرېږي، خو لا هم دغه لوبغالی د لوبو جوګه نه دی، چارواکي وايي چې چارې یې اويا سلنه بشپړې شوې دي.

د لغمان د کرکټ ادارې مشر جميل ستانکزي پژواک اژانس ته وويل چې د دغه لوبغالي په جوړېدو کې ځنډ د پيسو د نشتوالي له امله دی.

هغه وويل، د لوبغالي جوړېدو لپاره کرکټ بورډ شاوخوا ١٣ ميليونه افغانۍ بودجه منظوره کړې وه چې د لوبغالي د چاردېوالۍ، ميدان هوارولو او د اوبو پر سيستم باندې مصرفېدې خو د پاتې چارو لپاره يې ماليې وزارت يو ميليون ډالر بودجه منظور کړې وه چې ټوله ستونزه همدې رامنځته کړې ده.

دى زياتوي، ماليې وزارت لومړی دغه پيسې کرکټ بورډ ادارې ته سپارلې وې خو بيا يې بېرته د ښار جوړولو وزارت ته انتقال کړې چې له امله يې کارونه وځنډېدل.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزی هم ورته څرګندونې لري او وايي، والي خپله له اړوندو ادارو سره د دې ستونزې د حل لپاره هلې ځلې کوي او د لوبغالي پاتې چارې به هم ډېر ژر بشپړې شي.

د لوګر کرکټ لوبغالى

د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د ١٣٩٥ لمريز کال په مرغومي مياشت کې د کرکټ د يوه عصري او معياري لوبغالي جوړولو بنسټ کېښودل شو؛ په دغو مراسمو کې د وخت والي محمد حليم فدايي، د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل، ځايي چارواکو او نورو برخه اخيستې وه.

مسوولين ويلي وو چې دغه لوبغالى په ١٥ جريبه دولتي ځمکه کې جوړېږي او ٤٠٠زره امريکايي ډالر لګښت پرې راځي چې د هندوستان هېواد له خوا ورکول کېږي. د کرکټ بورډ رييس عاطف مشعل ژمنه کړې وه چې دغه لوبغالى به په عصري او معياري بڼه د يو کال په موده کې جوړ شي، خو اوس د لوګر د کرکټ بورډ ولايتي مسوول محمد امين احمدزى وايي چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د دغه لوبغالي د جوړېدو چارې ولاړې دي او هېڅ عملي کار یې نه دى پيل شوی.

ده پژواک ته وويل، هغه مهال مسوولينو سمه ارزونه نه وه کړې، وروسته معلومه شوه چې پر لوبغالي څلور سوه نه، بلکې اووه سوه زره امريکايي ډالر لګښت راځي.

احمدزى وايي، عصري او معياري لوبغالى پر ١٤ جريبه نه، بلکې پر ٣٠ جريبه ځمکه جوړېدای شي، نو د ښاروالۍ له خوا په ورکړل شوې ځمکه ميدان نه شي جوړېدای.

ده زياته کړه: ((اوس شخړه د سفارت او کرکټ بورډ ترمنځ ده؛ سفارت اعتراض لري چې تاسو ٣سوه زره اضافي ډالره د څه لپاره غواړئ؟ بايد د تړون پر مهال مو دا يادونه کړې واى.))

د لوګر د والي وياند ديدار لونګ هم پژواک ته ومنله چې د کرکټ د دغه لوبغالي چارې په ټپه ولاړې دي او دا پروژه مالي او تخنيکي ستونزې لري.

د پکتيکا کرکټ لوبغالى

د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ٢٠١٧ کال د فبرورۍ په مياشت د کرکټ د يوه معياري لوبغالي بنسټ د کرکټ بورډ د هغه مهال د رييس عاطف مشعل له خوا کېښودل شو.

د پکتيکا د هغه وخت والي الياس وحدت وايي، لومړى پر ځمکې لانجه وه، وروسته دا لانجه هواره شوه، خو کارونه يې لومړى د شرکت له خوا له ځنډ سره مخ شول او وروسته د کرکټ بورډ بې غورۍ یې چارې ټکنۍ کړې.

هغه زياتوي: ((موږ ته د يو بشپړ مجهز معياري ميدان ويل شوي وو، خو اوس هغسې نه دى، يواځې پويلين او ميدان يې جوړ کړى، د نندارچيانو د ناستې ځاى هم نه لري.))

د هغه په وينا، وروسته د کرکټ بورډ بل رييس عزيزالله فضلي راغى، هغه هم ژمنې وکړې خو بيا يې د ښار جوړونې له وزارت سره لانجه پيدا شوه، دوى په دې برخه کې نیمګړتیا يو پر بل اچوي.

وحدت وايي چې د کرکټ بورډ پخواني مشر عاطف مشعل ورسره د مجهزې اکاډمۍ ژمنه هم کړې وه، خو تر اوسه يې هېڅ درک نشته.

په پکتيکا کې د کرکټ ادارې استازى وطن ځدراڼ وايي چې د لوبغالي د لومړۍ برخې کارونه بشپړ شوي خو له تېرو پنځو مياشتو راهيسې یې د دويمې برخې چارې ولاړې دي.

هغه پژواک ته وويل، لومړۍ برخه يې د ۲۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د لوبغالي چاردېوالي، دوه منزله ودانۍ، دروازې، د اوبو سیستم او ځيني نور کارونه ترسره شوي دي.

ده زياته کړه: ((له کرکټ بورډ څخه مې وغوښتل چې د دويمې برخې کارونه پيل کړي، خو هغوى وايي چې تر اوسه يې قرداد نه دى کړى او دا برخه وزارت ماليې پورې اړه لري.))

د پکتيا کرکټ لوبغالی

د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې شپږ کاله مخکې د ولايت مقام له خوا ٣٤ جريبه ځمکه د لوبغالي لپاره ځانګړې شوې وه، خو تر اوسه یې يواځې چمن کرل شوى دى.

د کرکټ بورډ د هغه مهال مشر عاطف مشعل په مشرۍ يوه لوړپوړي پلاوي چې په کې ملي لوبغاړي هم شامل وو، په دغه ولایت کې د کرکټ له نوي جوړېدونکي لوبغالي ليدنه وکړه.

مشعل د دغه لوبغالي ستونزې منلې وې او ژمنه یې کړې وه چې ډېر ژر به په دې اړه يوه بېړنۍ غونډه جوړه او د ستونزو د هواري لارې چارې به پيدا کړي.

دغه راز د روان لمريز کال په وري مياشت کې د کرکټ بورډ بل مشر عزيزالله فضلي هم د لیدنې پر مهال د دغه لوبغالي پر کارونو نيوکه کړې وه.

د پکتيا د کرکټ لوبغاړي او روزونکي په ګردېز کې د جوړېدونکي لوبغالي د چارو له خراب کيفيته شکايت کوي او وايي چې په شپږو کلونو کې يې ٢٠ سلنه کارونه هم نه دي شوي.

ځينې سرچينې وايي چې په لومړي سر کې د پکتيا کرکټ لوبغالي لپاره اووه لکه او پنځوس زره (۷۵۰۰۰۰) امريکايي ډالر منظور شوي وو، خو قرارداد يې په دوه لکه او پنځه دېرش زره (۲۳۵۰۰۰) ډالر شوی او د پاتې پيسو درک نشته او ورکې شوې دي.

د پکتيا د کرکټ بورډ ولايتي مسوول وکيل منګل د کرکټ د لوبغالي په چارو کې ستونزې او فساد مني او وايي چې دا مسايل يې پر وخت له مرکزي ادارې سره شريک کړي دي.

منګل پژواک ته وويل، ده ته هم لوبغالي ته د ننوتو او کارونو څارلو اجازه نه ده ورکول شوې او د يو ميليون ډالرو په نوي قرارداد کې هم احتمالي فساد ته اندېښمن دی.

د پکتيا ولايت مقام هم نيوکه کوي چې د کرکټ بورډ د مخکنیو دوو عمومي رييسانو له خوا ورسره د کرکټ د معياري چمن کرلو، د نندارچيانو کېناستو د ځای، پويلين جوړولو ژمنې شوې، خو عملي کارونه يې نه دي کړي.

د والي وياند عبدالله حسرت پژواک ته وويل، کرکټ بورډ په دغه ولايت کې د يوې معياري سرپټې يا اينډور اکاډمۍ جوړولو ژمنه هم کړې، خو تر اوسه یې په اړه هېڅ اقدام نه دی کړی.

د خوست کرکټ لوبغالى

د کرکټ بورډ پخواني رييس عاطفل مشعل په خوست کې د نوي جوړ شوي لوبغالي پرانيستلو په مراسمو کې ژمنه کړې وه چې دغه لوبغالی به نور هم پراخ کړي، خو اوس خلک شکايت کوي چې د درېيو کلونو په تېرېدو سره یې لا هم د پراخو چارې نه دي بشپړې شوې، خو د خوست د کرکټ ولايتي مسوول سيد عالم بيا پژواک اژانس ته وويل چې د دغه لوبغالي د پراخېدو چارې اتيا سلنه بشپړې شوې دي.

د هغه په وينا، پر دې پروژه ۲۲ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې پاتې شل سلنه کارونه به يې په نږدې راتلونکي کې بشپړ شي.

سيد عالم وايي، د کرکټ موجوده لوبغالی د ۷زره نندارچيانو د ناستې ځای لري، خو د يادې پروژې په بشپړېدو سره به د ۱۳زره نندارچيانو ځایولو وړتیا ولري.

د کندوز کرکټ لوبغالى

په کندوز کې د کرکټ د نوي لوبغاړي جوړولو تړون په ١٣٩٥ کال کې لاسليک شوى چې له مخې یې دغه لوبغالی پر ۱۶ جريبه ځمکه او د ۱۶ ميليونه افغانيو په لګښت د اتو مياشتو په موده کې جوړېږي، خو اوس ځايي مسوولين وايي چې د درېيو کلونو په تېرېدو سره لا هم د دغه لوبغالي چارې نه دي بشپړې شوې او ستونزې را پیدا شوې دي.

په شمال کې د کرکټ ادارې مسوول ډاکتر نورعلم فريد پژواک اژانس ته وويل چې لس کاله مخکې د سپين زر شرکت ٢٠ جريبه ځمکه د کرکټ ادارې لپاره ځانګړې شوه او د ځينو موسسو په مالي مرسته يې د جوړولو چارې پیل شوې چې يوه برخه چارې يې ترسره شوې، خو دېوال او ځینې نورې برخې یې لا هم نیمګړې پاتې دي.

ډاکتر فريد وايي، يو نيم کال مخکې کرکټ ادارې د کندوز لوبغالي لپاره بودجه منظور کړه، خو بيا يې دا بودجه بل ولايت ته انتقال کړه او له کندوز سره يې ظلم وکړ.

هغه زياته کړه: ((کله چې ما د خپل حق غوښتنه وکړه، نو د هغه مهال رييس عاطف مشعل له دندې لرې کړم.))

فريد وايي چې په ٢٠١٧ کال کې پخواني رييس عاطف مشعل په کندوز کې د کرکټ ملي او اېنډور اکاډمۍ، د ننداره کوونکو لپاره د بل پويلين د بنسټ ډبره کېښوده، خو تر اوسه يې هېڅ کار نه دى شوى.

د بلخ کرکټ لوبغالى

د بلخ د کرکټ بورډ مشر حاجي فريدون وايي چې په دغه ولایت کې د ولایتي ادارې په همکارۍ له هندوستان د يوه لوبغالي جوړولو تړون لاسليک شوى، خو له دغه تړون دوه کاله وروسته هم د لوبغالي د جوړېدو چارې نه دي پيل شوې.

هغه په دې برخه کې د کرکټ بورډ مسوولين پر بې پروايي تورن کړل.

حاجي فريدون پژواک ته وويل چې د افغانستان کرکټ بورډ له تېرو درېیو څلورو کلونو راهيسې د شمال زون، په ځانګړي ډول د بلخ کرکټ ته سمه پاملرنه نه کوي.

په بلخ کې د امو کرکټ زون اداري مسوول حاجي ننګيالی وايي: ((له بده مرغه موږ تر اوسه په بلخ کې يو سم ميدان نه لرو، درې کاله کېږي چې هند په مزارشريف کې د ميدان جوړولو ويلي، په دې برخه کې رسمي تړون هم شوی، خو دومره څوک نشته چې دغه کار تعقيب کړي او ميدان جوړ کړي.))

په ورته مهال د بلخ د کرکټ په ولايتي کمېټه کې يوې سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې د بلخ د کرکټ لوبغالي قرارداد دوه کاله مخکې د خانه سبز ودانيز شرکت ته ورکړل شوی و، خو څو مياشتې مخکې د افغانستان کرکټ بورډ بېرته لغوه شو.

سرچينه زياتوي چې ياد تړون بیا ځلې د هوشنګ په نوم يوه شرکت ته ورکړل شو چې د ياد شرکت مشر د کرکټ بورډ د وخت د رييس فضلي د خپلوانو له ډلې دی.

د پروان کرکټ لوبغالى

په پروان ولايت کې د کرکټ بورډ د مرکزي زون دفتر له خوا تېر کال (۱۳۹۷) د چاريکارو ښار په ګل غوندۍ ښکلې سيمه کې د لوبغالي د بنسټ ډبره کېښودل شوه، خو مسوولين وايي چې لا یې هم چارې پیل شوې نه دي.

د کرکټ د مرکزي بندر امير زون مسوول مير مبارز وايي چې دغه لوبغالی پر ٢٠ جريبه ځمکه جوړېږي، خو تر اوسه يې د ځمکې هوارولو چارې هم نه دي پيل شوې.

هغه پژواک ته وويل: ((والي د ٢٠ جريبه ځمکې د ورکړې ژمنه کړې وه، خو د کرکټ بورډ مرکزي اداره بې غوري کوي، څو ځلې مې د وخت عمومي رييس ته وويل چې يو پلاوى ور ولېږي څو د لوبغالي کارونه پيل شي، خو هغه يې کيسه کې نه شو.))

د نوموړي په وينا، د دغه لوبغالي ٢٠ سلنه چارې د ولايت او ٨٠ يې د کرکټ بورډ اړوند دي، خو دوى هېڅ ونه کړل، بالاخره ده خپله انجنيران بوتلل چې ځمکه مشخصه او چارې یې پیل کړي.

مبارز وايي، پخواني عمومي مشر عزيزالله فضلي سينه ډبولې وه چې د دغه لوبغالي لپاره بودجه او وسايل لري، خو وروسته بيا هېڅ اقدام ونه شو.

د هلمند کرکټ لوبغالى

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ١٣٩٦ لمريز کال په ليندۍ مياشت کې د کرکټ بورډ د هغه مهال رييس عاطف مشعل له خوا د کرکټ د يوه معياري لوبغاړي جوړولو بنسټ کېښودل شو.

مشعل هغه مهال اعلان وکړ چې دغه لوبغاړى به د ٦٥٠زره امريکايي ډالرو په لګښت د يو کال په موده کې جوړ شي او دغه راز ترڅنګ به يې يوه اکاډمي هم جوړه شي خو اوس د دغه ولايت ځوانان او لوبغالي شکايت کوي چې د ژمنې له مخې باید دغه لوبغالی د يوه کال په موده کې جوړ شوی وای، خو اوس درېيم کال روان دى، خو تر اوسه يې ٥٠ سلنه چارې هم نه دي ترسره شوې.

خو د هلمند د کرکټ ولایتي مسوول جانان فولادوال پژواک ته وویل چې د لوبغالي ٩٠ سلنه کارونه پاى ته رسېدلي او ډېر ژر به يې پاتې کارونه هم بشپړ شي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وویل چې د لوبغالي جوړولو پر چارو د ولایت مقام له خوا پر وخت څارنه کېږي او تر ډېره یې چارې بشپړې شوې دي.

د زابل کرکټ لوبغالى

د زابل د مرکز کلات ښار په شمال کې د مجيد زابلي په نوي جوړېدونکي ښارګوټي کې د کرکټ د معياري لوبغالي جوړېدو چارې شاوخوا دوه کال وړاندې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د ٣٤ ميليونه افغانيو په لګښت پيل شوې وې.

د دغه ولایت د کرکټ بورډ امر محبوب محبت پژواک اژانس ته وويل چې د کار له پيلېدو څه موده وروسته يې چارې ځکه وځنډې چې دغه ځمکه په ماسټر پلان کې شنه ساحه وه او بايد لوبغالی پرې جوړ نه شي.

د محبت په وينا، تر دوو کلونو لانجو او شخړو وروسته يې اوس کارونه بېرته پيل شوي او ٧٠ سلنه چارې يې پر مخ تللې دي.

د کرکټ بورډ مخکنی عمومي رييس

د افغانستان کرکټ بورډ پخوانى عمومي رييس نسيم الله دانش وايي، د ده د رياست پر مهال چې د څومره ميدانونو د بنسټ ډبرې اېښودل شوې دي، ډېری یې جوړ شوي او د ځینو یې لا هم د جوړېدو چارې روانې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((ما هېڅ کار هوايي او نمايشي نه دى کړى، د هر ميدان د بنسټ ډبره مې چې اېښې، بودجه مې ورته لرله.))

نوموړى وايي، د کندهار او خوست لوبغالو د بنسټ ډبرې ده کېښودې او د جوړولو چارې یې هم بشپړې شوې دي.

دانش زياتوي، کله چې ده دنده پرېښوده، نو د پکتيا او خوست لوبغالو د پراخولو ځيني کارونه پاتې وو، خو له بده مرغه نورو مسوولينو دغه کارونه بشپړ نه کړل.

د لغمان د لوبغالي په اړه چې ده يې د بنسټ ډبره اېښې وه، وايي: ((موږ يې کارونه پيل کړل، خو چې زه ولاړم، کارونه يې ودرېدل، لامل يې نه دى راته معلوم چې ولې.))

د کرکټ بورډ یاد پخوانى عمومي رييس وايي چې ځينو نورو چارواکو نمايشي کارونه کړي، يواځې د بنسټ ډبرې يې اېښې دي او نور د کار درک يې نه دى معلوم.

د دانش په وينا، ډېر د خواشينۍ ځاى دى، يو مدير چې يو کار پيلوي، بايد ورته بودجه ولري، قرارداد ولري، دا د ادارې د اصولو خلاف کار دى چې کارونه نيمګړي پاتې کېږي.

هغه زياته کړه: ((زما په رياست کې د خوست، کابل، ننګرهار او کندهار لپاره لوى لوى ميدانونه جوړ شول، خو له ما وروسته له ٢٠١٧ کال راهيسې يو ميدان يا يوه اکاډمي هم نه دی جوړ شوي.))

د کرکټ بورډ غبرګون:

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د هر ولايت د کرکـټ لوبغاړو په اړه له پژواک سره لنډ معلومات شريک کړل.

هغه د پکتيکا لوبغالي په اړه وويل چې ٩٨ سلنه چارې یې بشپړې شوې او ډېر ژر به پرانيستل شي، په دغه تړون کې دوه پوړيزه ودانۍ، دېوال د اوبو سيستم او نور شامل وو.

هوتک وویل چې د خوست لوبغالي د پراختيا پروژې تړون د فيض مجددي له شرکت سره لاسليک شو او ٨٠ سلنه چارې یې ترسره شوې دي.

د کرکت بورډ وياند د پکتيا لوبغالي په اړه وايي چې د دغه لوبغالي کارونه له قرارداد سره سم بشپړ شوي دي.

هغه زیاتوي چې د لوبغالي د دويم پړاو تړون له هېواد شرکت سره لاسليک شوى او ډېرى کارونه يې بشپړ شوي دي.

هوتک د لوګر کرکټ لوبغالي په اړه وويل چې د ميدان هوارولو ٨٠ سلنه چارې ترسره شوې او ډېر ژر به يې پاتې کارونه هم بشپړ شي.

نوموړي د لغمان کرکټ لوبغالي په اړه وويل چې د ځينو تخنيکي ستونزو له امله يې کارونه ځنډېدلي وو، خو اوس ورته بودجه ځانګړې شوې او ډېر ژر به يې کارونه بېرته پيل شي.

د کرکټ بورډ وياند د ننګرهار د بهسودو کرکټ لوبغالي په اړه وايي، د دغه لوبغالي په ځمکه کې څه ستونزې وې او چارې به یې بېرته ډېر ژر پیل شي.

هغه وویل چې د بهسودو لوبغالي په څنډو کې د جالۍ نصبولو چارې بشپړ شوې دي او د اوبو د ويالو کارونه هم يوه موسسه پر مخ وړي.

نوموړي د کندوز لوبغالي په اړه وويل چې د اړوند شرکت له خوا يې ټول کارونه په ښه توګه ترسره شوي دي.

هوتک د هلمند، زابل او ميدان وردګو کرکټ لوبغالو په اړه وويل چې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت له خوا يې کارونه پر مخ وړل کېږي او ٩٠ سلنه چارې يې ترسره شوې دي.

ده زياته کړه چې د بلخ په کرکټ لوبغالي کې ځينې ستونزې وې، خو وايي چې ډېر به یې چارې د هند په مرسته د اقتصاد وزارت له لوري پيل شي.

د کرکټ بورډ وياند له اړوندو دولتي ادارو چې د کرکټ ميدانونو جوړولو چارې پر غاړه لري، خپل کارونه پر وخت ترسره کړي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د کرکټ بورډ د پخواني عمومي رييس عاطف مشعل نظر واخلي، خو هغه په دې اړه د پژواک مسيج ځواب نه کړ.

مشتاق رحيم چې د افغانستان کرکټ له نږدې څاري وايي، د افغانستان په اکثرو ادارو کې د حساب، کتاب، مکافات او مجازات اصل مطرح نه دى، له همدې امله چارواکي د مسووليت له احساس پرته نمايشي کارونه کوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې څلور پنځه مشران بدل شول، خو دا پوښتنه چا ونه کړه چې ولې بدل شول، په کومو دليلونو او نه هم له دوى سره چا حساب کتاب وکړ.

ده ز ياته کړه: ((د ادارو مشران پر دې پوهېږي چې مجازات، مکافات، حساب او کتاب نشته، څارنه او ارزونه نه کېږي؛ ځکه خو خپلې چارې نمايشي ترسره کوي.))

د مشتاق رحيم په وينا، که چېرې حساب کتاب واى، نو کارونه به يې سم کړي واى او ولس ته به يې دروغ نه ويل.

نوموړي د کرکټ ميدانونو په اړه وويل، د کرکټ بورډ اداره له دې مخکې چې د يوه لوبغالي د بنسټ ډبره ږدي، بايد له مخکې ورته بودجه کره کړي، د ځمکې حقوقي ستونزې یې هوارې کړي او بيا دې پرانيزي.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version