ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي د بدخشان لپاره د طالبانو د والي وژل کېدو ادعا کوي

چارواکي د بدخشان لپاره د طالبانو د والي وژل کېدو ادعا کوي

author avatar
6 Sep 2019 - 16:39
چارواکي د بدخشان لپاره د طالبانو د والي وژل کېدو ادعا کوي
author avatar
6 Sep 2019 - 16:39

کابل (پژواک، ١٥ وږى ٩٨): د ملي دفاع وزارت چارواکي ادعا کوي چې د بدخشان لپاره د وسله والو طالبانو والي په هوايي بريد کې وژل شوی، خو طالبان بيا دغه ادعا ردوي.

د ملي دفاع وزارت د وږي په ١٥مه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې نن له غرمې وروسته د هوايي بريد په ترڅ کې د بدخشان لپاره د وسله والو طالبانو والي قاري فصيح الدين وژل شوى دى.

سرچينه زياتوي: ((دغه بريد نن دوه بجې او پنځوس دقيقې د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې ترسره شوى دى.))

د خبرپاڼې له مخې، په دغه بريد کې له قاري فصيح الدين سره د هغه يو ساتونکى هم وژل شوى دى.

خو بل لور ته وسله وال طالبان بيا دغه څرګندوې ردوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې قاري فصيح الدين ژوندى دى او کومه ستونزه ورته نه ده پېښه شوې.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د طالبانو د واليانو د وژل کېدو خبرونه خپاره شوي دي.

Views: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.