کابل (پژواک، ٧ تله ٩٨): د ولسمشرۍ ټاکنو له ١٣ ټاکنيزو ډلو څخه شپږ يې وايي چې د تېر ورځې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه ټېټه وه، د حاکمو ډلو له لوري پراخې درغلۍ شوې دي، نو د ټاکنو پايله دوى ته د منلو نه ده.
تېره ورځ د راتلوونکي ولسمشر د ټاکلو په موخه په ټول هېواد کې ټاکنې ترسره شوې.
په دغو ټاکنو کې د ګډون په موخه ٩،٦ ميليونه کسانو نومونه ليکنه کړې وه، خو ټاکنيزې ډلې وايي چې د خلکو د ګډون کچه ټېټه وه.
د اړوندې موضوع په اړه د ولسمشريزو ټاکنو د نوماند احمد ولي مسعود وياند نظري پرياني د تلې په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ په ټاکنو کې شاوخوا يو نيم ميليون کسانو ګډون کړ وو.
هغه زیاتوي چې په ډېرو مرکزونو کې د بایومټریک په سیستم کې د رايې ورکوونکو نومونه نه وو او د ډېرو کسانو نومونه پاک شوي وو.
ده تور پورې کړ چې د ټاکنو کمېسيون د دولت ساز ټيم په ملاتړ د درغليو لپاره زمينه برابره کړې وه.
هغه ځينو نورو ستونزو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې د ټاکنو پايله دوى ته د منلو وړ نه ده.
دغه راز د ټاکنو د بل نوماند عبداللطيف پدرام وياند کفايت الله محمدي هم پژواک ته وويل چې د خلکو د ګډون کچه ډېره کمرنګه وه.
دی وایې چې د رايې ورکولو په ډېرو مرکزونو کې د خلکو نومونه په لېست کې نه وو، بایومټریک سيستم سم کار نه کاوه او ځیني مرکزونه هم تر ناوخته بند وو.
ده وویل چې د ځينو کانديدانو د زورواکو له خوا خلک له رايې ورکولو منع کړاى شوي دي.
دى وايي: ((د خلکو کم ګډون، امنيتي ګواښونه او د عامه پوهاوي نشتون د دې لامل شو چې کم خلک ګډون وکړي او دغه پروسه موږ ته د منلو نه ده.))
نوموړي تور پورې کړ چې د ملي وحدت حکومت او د حزب اسلامي ګوند د مشرانو له لوري چې کانديدان هم دي، ډېرې درغلۍ شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن