کابل (پژواک، ۹ تله ۹۸): د اجرايیه ریاست سیاسي مشاور د ډېرو رایو د ترلاسه کولو په اړه د ډاکټر عبدالله د تېرې ورځې څرګندونې بېړنۍ وبللې او ويې ویل، دا ډول څرګندونې هېواد د بحران خواته بیایي.
خلکو د تلې په شپږمه د ولسمشرۍ څوکۍ ۱۳ نوماندانو ته رایې ورکړې، چې تراوسه یې پایلې نه دي اعلان شوې او د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي چې هېڅوک د ټاکنو د پایلو په اړه له مخکې د قضاوت حق نه لري.
خو ولسمشرۍ ته نوماند او د حکومت اجرايیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله تېره ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د تلې د شپږمې په ولسمشریزو ټاکنو کې یې ډېرې رایې ترلاسه کړې او حکومت به جوړ کړي.
د ډاکټر عبدالله سیاسي سلاکار او د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند غړي نوراغا شریفي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال د عبدالله د تېرې ورځې دریځ بېړنی وباله او يې ویل، دا ډول څرګندونې د هېواد د خلکو په ګټه نه دي.
هغه ددې په څرګندولو چې دی د قانون او خلکو د غوښتنې د هرې مخالفې پرېکړې خلاف دی وویل، دا ډول څرګندونې هېواد د ناورین خواته بیایي.
نوموړي د ټاکنو له مخکښو نوماندانو وغوښتل څو له داسې څرګندونو چې د خلکو ذهنونه خرابوي، ډډه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن