ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان د کندهار د انارو پر صادراتو درې برابره مالیه لوړه کړې

پاکستان د کندهار د انارو پر صادراتو درې برابره مالیه لوړه کړې

author avatar
6 Oct 2019 - 17:05
پاکستان د کندهار د انارو پر صادراتو درې برابره مالیه لوړه کړې
author avatar
6 Oct 2019 - 17:05

کندهار (پژواک، ۱۴ تله ۹۸): د کندهار باغ لرونکي او سوداګر وايي، پاکستان له کندهاره د مېوې پر صادراتو درې برابره مالیه لوړه کړې چې دوی یې سخت زیانمن کړي دي.

د کندهار د شاولیکوټ، ارغنداب، دامان او ډنډ ولسوالیو بڼوال او د تازه مېوې سوداګر نن د تلې په ۱۴مه ولایتي ادارې ته ورغلي وو او په دې اړه یې شکایت کړی دی.

د شاولیکوټ ولسوالۍ یوه بڼوال فیض محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، موده کېږي چې پاکستان د افغانستان د تازه مېوې پر صادراتو مالیه درې برابره لوړه کړې ده.

هغه زیاته کړه، پخوا پاکستان پر یوه موټر تازه مېوه ۸۲ زره پاکستانۍ کلدارې مالیه اخیسته خو اوس ۲۴۲ زره پاکستانۍ کلدارې اخلي چې د پخوانۍ مالیې درې برابره کېږي.

دی وايي، دغې چارې هم بڼوال او هم په خپله د تازه مېوې سوداګر سخت زیانمن کړي دي.

د ده په خبره، کله چې مالیه لوړه وي، نو دوی ته مېوه ګرانه پرېوځي او بیه یې لوړېږي چې نه په کې بڼوالو او نه هم سوداګرو ته ګټه پاتې کېږي.

فيض محمد وویل، دغه ستونزه د انګورو له صادراتو سره منځ ته راغلې چې هغه مهال هم بڼوالو او سوداګرو غږ پورته کړ خو ګټه یې و نه کړه.

دغه بڼوال وايي، اوس یې یو ځل بیا دغه ستونزه د ولایت مقام له مرستیال سره شریکه کړه او هغه ژمنه وکړه چې د حل په موخه به یې له مرکزي ادارې سره شریکوي.

د ارغنداب ولسوالۍ یو بڼوال حاجي محمد ظاهر وايي، په داسې حال کې چې د انارو صادرات تازه پیل شوي، لوړه مالیه د دوی پر وړاندې لویه ستونزه ده.

هغه زیاته کړه، باغ لرونکي او سوداګر د انارو د صادرولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

د ده په خبره، پاکستان تل د مېوو د محصولاتو پر مهال ستونزې جوړوي، کله لارې تړي او کله بیا مالیه لوړوي.

حاجي ظاهر وايي، دا د حکومت دنده ده چې دغه ستونزه حل کړي او خلک له زیانمن کېدو وژغوري.

د کندهار د تازه مېوې د سوداګرو د ټولنې مشر حاجي نانى اغا هم وايي، په داسې حال کې چې د انارو د حاصلاتو ټولولو وخت را رسېدلی د صادرولو په برخه کې یې خنډونه یوه لویه او جدي ستونزه ده چې حکومت یې باید د حل لپاره اقدام وکړي.

ده پژواک ته وویل، کروندګر او باغ لرونکي بشپړ کال انتظار باسي څو د مېوو د حاصلاتو را ورسېږي او خپلو کورنیو ته نفقه برابره کړي خو دغسې ستونزې د هغوی ټوله خواري په اوبو لاهو کړي.

نوموړی زیاتوي، پاکستان سږ کال ان د انګورو د صادرولو پر مهال مالیه لوړه کړه چې له امله یې سوداګر اړ شول د پخوا په څېر ډېر انګور صادر نه کړي.

دی هم له حکومته غواړي چې په دې برخه کې له پاکستان سره خبرې وکړي او کروندګر له زیانمن کېدو وژغوري.

په کندهار کې د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصر الله زهیر هم وايي، د لوړې مالیې په ورکولو باغ لرونکي او سوداګر نه شي کولای د مېوو صادراتو ته دوام ورکړي، ځکه هیڅ ګټه نه ورته پاتې کېږي.

د ده په خبره، د همدې ستونزې له امله د انګورو د حاصلاتو پر مهال باغ لرونکي اړ شول خپل انګور په کشمش خانو کې وساتي او ممیز ور څخه جوړ کړي.

نوموړی هم یادونه کوي چې دغه ستونزه یې له ولایتي ادارې او مرکز سره شریکه کړې او له هغو یې د حل غوښتنه کړې ده.

د کندهار ولایت مرستیال عبدالحنان منیب وايي، بڼوالو او سوداګرو په دې اړه دوی ته شکایتونه کړي او دوی هم لاس په کار شوي دي.

نوموړي وویل، د سوداګرۍ پر وړاندې خنډ لوی اقتصادي زیانونه رامنځ ته کوي او دوی دغسې موضوع ته متوجه دي.

دی وايي، ډېر ژر به دغه ستونزه له مرکزي ادارې سره شریکه کړي څو هغوی یې د هواري په موخه له پاکستاني مقاماتو سره خبرې وکړي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.