مزارشريف (پژواک، ۱۶ تله ۹۸): د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروګرام له خوا په شمال او شمال ختيځ زون کې د شاوخوا يو ميليون څارويو د واکسين لړۍ له بلخ ولايت څخه پيل شوه.
د بلخ په نهرشاهي ولسوالۍ کې په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د کرنې وزارت د مالدارۍ او باغدارۍ ملي پروګرام د تخنيکي څانګې مشر محمد غلام ملاخېل پژواک ته وويل چې په دغه پروګرام کې د څارويو بېلابېل ډولونه د واکسين تر پوښښ لاندې نيول کېږي.
هغه وويل چې له بدخشانه نيولې تر فارياب ولايت پورې به شاوخوا يو ميليون څاروي له بېلابېلو وژونکو ناروغيو سره د مقابلې په موخه واکسين کړای شي.
ملاخېل زياته کړه چې له ۲۰۱۳ کال راپه دېخوا هر کال د واکسين دغه لړۍ تطبېقېږي چې ورسره په شمالي ولايتونو کې د څارويو د ناروغۍ کچه هم سمه نيمايي راکمه شوې ده.
د هغه په وينا، له دغه واکسين سره به د څارويو ترمنځ او له څارويو څخه انسانانو ته د ناروغیو د لېږد مخه ونيول شي.
نوموړي وويل چې په دغه پروګرام باندې شاوخوا لس ميليونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
هغه زياته کړه چې له مالدارانو سره د دوامداره مرستې په خاطر کرنې وزارت په يو شمېر ولايتونو کې د وترنرۍ مرکزونه فعال کړي چې هر مرکز به ۵۰ نارينه مالداران او ۸۰ ښځينه مالدارانې تر خپل پوښښ لاندې نيسي.
په ورته وخت کې د بلخ د کرنې رياست چارواکي وايي چې د دغه پروګرام له لارې شاوخوا ۲۵۰زره څاروي په بلخ ولايت کې تر پوښښ لاندې نيول کېږي.
د بلخ د کرنې رييس محمد سالم ساعي پژواک ته وويل چې ياد واکسين په واسطه له څارويو انسانانو ته د وژونکو ناروغيو د انتقال مخه نيول کېدای شي او همدا راز د څارويو د تلف کېدو مخه هم ورسره نيول کېږي.
هغه اندېښنه وښوده چې په بلخ ولايت کې د پرله پسې وچکالۍ او څرځايونو د غصب له امله د مالدارۍ کچه پنځوس سلنه راټيټه شوې ده.
ساعي وويل: ((پخوا په بلخ کې شاوخوا پنځه ميليونه څاروي موجود وو؛ خو بدبختانه په وروستيو کلونو کې د وچکالۍ او مالچرونو غصب له امله دوه نيم ميليونو ته راټيټ شوي دي.))
نوموړی زياتوي چې اوس مهال دوی پر داسې لارو چارو فکر کوي چې ورسره د مالدارۍ د ودې زمينه برابره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن