جلال اباد (پژواک، ۲۵ تله ۹۸): د نورستان په نوګرام ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر يوه پوسته ډله ييز بريد کړی چې پايله کې يې د چارواکو په وينا، شپږ سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د نورستان د والي وياند محمد سعيد مومند د تلې په ۲۵مه پژواک اژانس ته وويل، نن سهار شاوخوا درې بجې د نورګرام ولسوالۍ په پشه ګل سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو په پوسته وسله والو ډله ييز بريد کړی و.
هغه زياته کړه چې نښتې څو ساعته دوام کړی او دواړو خواوو ته مرګ ژوبله هم اوښتې، خو د تلفاتو په اړه يې دقيق معلومات نه درلودل.
بلخو د نورګرام ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد جميل پژواک ته وویل چې د پشه ګل په پوسته د وسله والو په بريد کې شپږ محلي پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
نوموړی وايي ځینې سيمه ييز پولیس ورک دي او د مرګ او ژوند په اړه یې مالومات نشته دی، خو ولسي خلک یې په لټولو پسې شوې دي.
محمد جمیل زیاتوي چې طالبانو پوسته نیولې وه خو له څو ساعته جګړې وروسته اوس بېرته د حکومتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.
هغه وايي، طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره معلومات يې په اړه نه لري.
د سیمې یوه اوسېدونکي ګل احمد پژواک ته وویل چې په دغه پېښه کې لس سيمه ييز پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی او وايي چې نهه سيمه ييز پولیس یې وژلي او دیارلس میله وسله یې ترې وړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن