کابل (پژواک، ۲۷ تله ۹۸): د پروان ولایت د جبل سراج ولسوالۍ په اشابه دره کې د سیمه ییزو پولیسو د یوه قوماندان زوی د ناپېژاندو وسله والو په کمین کې وژل شوی دی.
د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وایي، د قوماندان نصرالله زوی، مظفر پرون ناوخته د جبل السراج ولسوالۍ له مرکزه خپل کور ته په موټر کې روان و چې د یادې ولسوالۍ په توتک سیمه کې د وسله والو طالبانو په مخامخا کمین کې ووژل شو.
د پروان امنیه قوماندان محمد محفوظ ولي زاده هم د یاد کس وژل کېدل تاییدوي خو دا چې مظفر د کومې ډلې له خوا وژل شوی، په اړه یې څه نه دي ویلي.
هغه وایي چې د قوماندان نصرالله زوی د سیمه ییز پولیسو سرتېری و.
پر مظفر د برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن