ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د ناسمو شرایطو له امله ښځې رسنیو کې کار ته زړه نه ښه کوي

بغلان کې د ناسمو شرایطو له امله ښځې رسنیو کې کار ته زړه نه ښه کوي

author avatar
20 Oct 2019 - 15:30
بغلان کې د ناسمو شرایطو له امله ښځې رسنیو کې کار ته زړه نه ښه کوي
author avatar
20 Oct 2019 - 15:30

پلخمري (پژواک، ۲۸ تله ۹۸): په بغلان ولايت کې د یو شمېر سېمه ییزو راډيوګانو ترڅنګ چاپي او انځوریزې رسنۍ هم فعالیت کوي خو دغه رسنۍ د ورځنيو موضوعاتو او راپور ورکولو په برخه کې ښځينه کارکوونکي نه لري.

د دغو رسنيو مسوولین وايي چې د ناامنیو او د سیمه ییزو رسنیو د اقتصادي ستونزو له امله په رسنيو کې د نجونو شمېر کم دى.

په دې اړه د بغلان په مرکز پلخمري کې د ادیب په نوم سيمه ییزې راډيو د خپرونو مسوولې فروزان سادات د تلې په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ناامنیو زیاتوالي پر کاري چاپېریال خورا منفي اغېز کړی چې له امله یې په رسنیز ډګر کې د نجونو شمېر کم دى.

دا وايي، د ناامنیو ترڅنګ په ځینو کورنیو کې سخت دريځي د دې لامل شوې چې په رسنيو کې د نجونو شمېر کم وي.

سادات زیاتوي: ((په راډيو کې د کار کولو لپاره مې په ډېرې خوارۍ اجازه واخيسته خو اوس هم ځيني خپلوان مو وايي چې د نجلۍ څه او په رسنۍ کې پر کار يې څه.))

دغه راز پلخمري کې د چونغر په نوم سیمه ییزې راډيو د خپرونو چمتو کوونکې عزیزه محمدي وايي چې په راډيو کې کار کول يې ارمان و خو نامناسب چاپېریال یې له دندې زړه تور کړی دى.

دا وايي لا هم خلک په راډیو کې د نجلۍ کار ته په ښه سترګه نه ګوري او خبرې پسې کوي.

دې زياته کړه: ((زه ډېر داسې نجونې پېژنم چې له ژورنالېزم نه فارغې دي خو د بېلابيلو ستونزو له امله په رسنيو کې کار نه شي کولاى.))

بغلان کې د ښځینه خبریالانو ټولنې مسووله حلیمه وردګ هم ورته ستونزو ته په اشارې وايي چې په دغه ولايت کې د تېرو کلونو په پرتله په ټوليزه توګه د خبريالانو شمېر کم شوى دى.

د هغې د معلوماتو له مخې، د بغلان په ټولو ١٥ رسنيو کې شاوخوا ٣٠ نجونې کار کوي چې هغه هم په دفترونو کې دننه دي.

دا وايي چې په رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو پر وړاندې ستره ستونزه د مسوولينو له لوري د نجونو پر کاري وړتياوو شک کول دي.

دې زياته کړه: ((د نجونو پر وړتيا دوى شک کوي، اجازه نه ورکوي چې بهر راپور پسې ولاړه شي او راپور جوړ کړي.))

يو شمېر نورو خبريالانو هم ورته څرګندونې وکړې.

خو بل لورته بغلان کې د ژورنالستانو اتحاديې مشر محمد رفيع وردګ پژواک ته وويل، نا امني او سنتي رواجونه په هغه کچه نه دي چې په ښار کې دننه په رسنيو کې د نجونو د کار کولو مخه ونيسي.

هغه زياته کړه: ((نجوني چې کار وړتيا ولري، په رسنيو کې د کار کولو لپاره ښه زمينه ورته برابره ده او په ښار کې دننه مشکلات هم دومره ډېر نه دي چې بيخي د کار کولو مخه ونيسي.))

بغلان کې د مدني ټولنو اجراييه مسوول عبدالکبير احمدزي پژواک ته وويل چې د نارينه وو ترڅنګ په رسنيو کې د ښځو کار کول هم ډېر مهم دي.

خو دى وايي چې جګړې او سنتي رواجونو په رسنيو کې د نجونو د کار کولو مخه نيولې ده.

ده زياته کړه: ((په رښتیني ډېموکراسي نظامونو کې دمېرمنو کار او فعالیت خوندي وي، خو موږ لا هغه ځاى ته نه يو رسېدلي.))

په دې اړه د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ريیس ذکریا ناصري پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د نارينه و په پرتله د ښځينه خبريالانو پر وړاندې ستونزې ډېرې دي.

هغه وويل: ((ناسم رواجونه او نا امني هغه څه دي چې له دفتر بهر د ښځينه خبريالانو د کارکولو مخه نيسي خو سره له دې هم موږ په رسنيو کې دننه ښځينه کارکوونکې لرو.))

د ناصري د معلوماتو له مخې په دغه ولايت کې په ځينو رسنيو کې ښځينه کارکوونکي ځورول کيږي او د دندې د پرېښودلو پرمهال اسناد هم نه ورکول کيږي.

نوموړی وايي چې د يادې ستونزې د حل په موخه يې د رسنيو له مسوولينو سره خبرې کړې او هغوی يې د حل په برخه کې ژمنې کړې دي.

د يادونې ده، دا مهال نهه غږيزې، درې انځوريږې او پنځه چاپي خصوصي رسنۍ په بغلان ولايت کې فعاليت کوي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.