ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د داعش ٧٢ غړي حکومت ته تسليم شول

ننګرهار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د داعش ٧٢ غړي حکومت ته تسليم شول

author avatar
24 Oct 2019 - 15:31
ننګرهار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د داعش ٧٢ غړي حکومت ته تسليم شول
author avatar
24 Oct 2019 - 15:31

جلال اباد (پژواک، ۲ لړم ۹۸):  د ننګرهار د ملي امنيت ادارې په هلو ځلو دغه ولايت کې شپږ طالبان او ۷۲ داعش وسله وال له خپلو مېرمنو او ماشومانو سره دولت ته تسليم شول.

چارواکي وايي، په تسليم شويو وسله والو کې د اردن او پاکستان هېواد اړوند بهرنيان هم شامل دي.

دوی دغه راز خپلې لسګونه ميله وسلې هم له ځانه سره راوړې وې او د ملي امنيت ادارې ته يې وسپارلې.

د دغو وسله والو د تسليمېدو لپاره د لړم په ۲مه د ننګرهار د ملي امنيت رياست په انګړ کې مراسم جوړ شوي و.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، د ملي امنيت موظفينو په هڅو شپږ وسله وال طالبان د سولې له بهير سره يو ځای او اتلس داعش وسله وال له خپلو ۱۹ مېرمنو او ۳۵ ماشومانو سره ځانونه تسليم کړل.

نوموړي وويل، په تسليم شويو داعش وسله والو کې درې نارينه او درې ښځينه د اردن او يو نارينه او يوه مېرمن د پاکستان هېواد اتباع دي.

هغه زياته کړه، يادو وسله والو مخالفينو د دې ولايت په هسکې مېنې، بټي کوټ، اچين او غني خېلو ولسواليو کې فعاليت کاوه او خپلې ۱۹ ميله وسلې او پنځه مخابرې يې هم حکومت ته د تسلميدو پر مهال سپارلي دي.

ده وويل، له امنيتي ادارو سره يې په همغږۍ د منظم پلان له مخې په ټولو هغو سيمو کې چې وسله والو مخالفينو فعاليت کاوه عمليات تر سره کړل، چې له امله يې ګڼ شمېر وسله وال مخالفين وځپل شول او پاتې نور يې حکومت سره يو ځاى شول.

نوموړي زياته کړه، خوږياڼي، سره رود، لعلپوره او اچين ولسوالۍ له وسله والو مخالفينو پاکې شوي او په پاتې هغو سيمو کې به هم نظامي عمليات تر سره شي چې په کې وسله وال مخالفين شتون لري.

د ملي امنيت رييس ډګر جنرال نظر علي واحدي وويل چې په دې ولايت کې نور داعش وسله وال شتون نه لري او هغه کسان، چې په لرو پرتو سیمو کې پاتې دي  ډېر ژر به تسلیم شي.

نوموړي وويل: (( څوک چې زموږ په خاوره کې ظلم او وحشت کوي يا به د امنيتي ځواکونو له لوري وژل کيږي او يا به هم تسلميږي، ځکه دوی نور د جګړې کولو توان نه لري.))

د کنفرانس پر مهال د داعش يوه اردني غړي مالک زاهد وويل، چې له اردن هېواده له خپلو درېيو ملګرو او مېرمنو سره د ترکيې او ايران له لارې افغانستان ته په قاچاقي ډول جهاد کولو لپاره را ولېږدول شول.

نوموړي وويل، دوی دلته وليدل چې حکومتي مسوولين او خلک ټول مسلمانان دي، خلک لمونځونه کوي او دوی ته دوکه ورکړل شوې؛ نو ځکه حکومت ته تسليم شول.

عبدالمالک، چې د کونړ ولايت اوسېدونکی دی وايي چې په اُغز کې يې د داعش وسله والو په ليکه کې فعاليت کاوه او هملته يې واده هم وکړ چې يوه لور لري.

نوموړي وويل، داعش وسله وال په شريعت برابر نه و او ډول – ډول ظلمونه يې کول چې په پای کې يې خپلې مېرمنې سره حکومت ته تسليم شو.

د سردار ولي په نوم د داعش يو بل غړي وويل چې په اُغز کې يې داعش وسله والو سره تخريبي کړنې تر سره کولې، هلته ژوند ډېر سخت و او د خپلو کړنو څخه راضي نه و؛ ځکه تسليم شو.

د وسله والو طالبانو شپږ کسيز ګروپ قوماندان شيبر وويل چې په هېواد کې بېلابېلو ډلو له لوري د افغانان وژنې روانې دي، دوی په دې وروستيو کې ظلمونو او غير قانوني کړنو حيران کړي و؛ نو ځکه له خپلو ملګرو سره سولې بهير سره يو ځای شو.

د چارواکو په وينا، په اچين ولسوالۍ کې د وروستيو عملياتو په ترڅ کې ګڼ شمېر داعش وسله وال ځپل شوي او پاتې نور ډلې – ډلې حکومت سره يو ځای کيږي، چې له تېرې يوې میاشتې راهیسې لسګونه وسله وال مخالفين تسليم شوي او دا لړۍ روانه ده.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.