لومړی تعقیب- جلال اباد (پژواک، ۳ لړم ۹۸): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ملي امنيت د ۰۲ قطعې ځواکونو پر موټرو ځانمرګي برید کې پنځه کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
د یاد ولایت د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د لړم په ۳مه پژواک ته وويل چې دغه برید نن شاوخوا دوه بجې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند د اکمالاتي بېز په سيمه کې وشو.
د خوږیاڼي د معلوماتو له مخې، دغه برید مرګ ژوبله هم لري.
هغه زیاته کړه چې په برید کې د ملي امنیت ۰۲ قطعې درې سرتېري او دوه ملکي وګړي وژل شوي، شپږ سرتېري او یوولس ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د دغه برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی دی.
ولسمشر غني ددې بريد د سخت غندلو ترڅنګ ويلي طالبانو یو ځل بیا ثابته کړه چې د بېګناه افغانانو له وژلو دریغ نه کوي او نه هم په هیواد کې د سولې او ثبات د تامین اراده لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن